پلخمري (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۴): د بغلان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د اوبو ویالې ته د یوه موټر لوېدو له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی، دوه ټپیان شوي او یو بل لادرکه دی.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې نن له غرمې مخکې دپلخمري ښار شهر نو سرکې ته څېرمه یو پاسو ډوله موټر د اوبو ویالې ته لوېدلی دی.

سرچينې لیکلي چې په دغه پېښه کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی، دوه نور ټپیان شوي او موټرچلوونکی لادرکه دی.

امنیه قوماندانۍ لیکلي چې د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.