د بغلان د بورکې ولسوالۍ فلول کلي ۵۵ سېلابځپلو کورنیو ته د یو شمېر سوداګرو په شخصي لګښت نوي کورونه جوړ او ور وسپارل شول .
د بغلان د امنیه قومانداني مسوولین وایي، وړمه شپه د نهرین ولسوالۍ په یوه خانقا کې پر عبادتکوونکو د برید په تور یې پنځه کسان نیولي دي.
مسوولین وایي، د لغمان په مرکز او قرغیو ولسوالۍ کې او د بغلان په دوشي او دهنهغوري ولسوالیو کې د یو شمېر پروژو چارې پیل شوې چې شاوخوا ۱۸ میلیونه افغانۍ لګښت به ورباندې وشي.
د بغلان امنیه قومانداني وایي، له تېرو څو ورځو راهیسې یې دغه ولایت کې د بېلابېلو کشفي عملیاتو پر مهال یو شمېر وسلې، مرمۍ او چاودېدونکي توکي نیولي دي.
د بغلان په مرکز پلخمري کې د دغه ولایت د ۲۰ ښوونځیو د زدهکوونکو ترمنځ د فوټسال سیالۍ چې ۲۲ ورځې مخکې پیل شوې وې، د «تمدن شمال» خصوصي لېسې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
سیمهییز مسوولین وایي چې په بغلان او لغمان ولایتونو کې له نږدې ۳۲ زره کروندګرو سره د غنمو اصلاح شوي تخم او کېمیاوي سرې مرسته وشوه.
د بغلان والي وایي، خلک باید د لا ښې حکومتولۍ رامنځته کېدو په موخه حکومتي چارواکو ته لازمې مشورې ورکړي.
د بغلان د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت ټولو ولسوالیو کې د لیک لوست پروګرام د ۱۹۳ ټولګیو له لارې څهکم څلور زره نارینه او ښځې پر زدهکړو بوخت دي.
د بغلان د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکز پلخمري په ګډون د شپږو ولسوالیو په لرې پرتو سیمو کې څه باندې ۲۹ زره ماشومان د بېلابېلو موسسو له لوري په جوړو شوو کلیوالي ټولګیو کې زدهکړې کوي.
د بغلان د کرنې ریاست مسوولین وایي، سږ کال په دغه ولایت کې د وریجو حاصلات ډېر شوي خو کروندګر بیا شکایت کوي چې د دغه محصول بیه ټيټه ده.
د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د دیارلس ولایتونو د لسګونو لوبغاړو ترمنځ د جودو ملي لوبډلې ته د لوبغاړو غوراوي کلنۍ سیالۍ پیل شوې چې دوه ورځې به دوام وکړي.
د سېلاب خیریه بنسټ مشر وایي، تر اوسه یې د هېواد په کچه د شاوخوا لس زره جوړو ډلهییز ودونه ترسره کړي او لا هم دغه لړۍ روانه ده.