ژبه

د ځوانانو معین: ټولو ولایتونو کې برېښنایي کتابتونونه جوړوو

پلخمري (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۳): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین، نن په بغلان کې د یوه برېښنايي کتابتون د پرانستې پرمهال وویل، له ټکنالوژۍ سره د ځوانانو د بلدتیا په موخه ټولو ولایتونو کې برېښنایي کتابتونونه جوړوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین مولوي محمدیونس راشد نن د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د یو ازمایښتي برېښنایي کتابتون د پرانستې پرمهال وویل، د هېواد پرمختګ او له نوې ټکنالوژۍ سره د ځوانانو د بلدتیا په موخه د هېواد په ټولو ولایتونو کې ‌برېښنایي کتابتونونه جوړوي.

هغه وویل، اسلامي امارت د ځوان نسل پرمختګ ته ژمن دی او غواړي له نړۍ سره د سیالۍ لپاره ځوانان له نوې ټکنالوژۍ سره بلد کړي.

بغلان کې دغه برېښنایي کتابتون چې دوه ټولګي یې په پلخمري ښار، یو یې په ډنډ غوري او بل یې هم په مرکزي بغلان ولسوالي کې دي، په مجهزه ټکنالوژۍ سمبال او له انټرنېټ سره وصل دي چې هر ډول کتابونه په کې شته او زده‌کوونکي کولای شي، له انټرنېټ او کمپیوټر څخه په ګټې اخیستنې په‌کې په وړیا ډول مطالعه وکړي.

د معلوماتو له مخې، د یاد کتابتون په هر ټولګي کې ښوونکي هم شتون لري چې زد‌ه‌کوونکو ته به لازمې لارښوونې کوي.

ورته مهال د دغه ولایت اوسېدونکي خوښ دي چې ښار کې ورته وړیا برېښنایي کتابتون جوړ شوی.

د پخلمري ښار اوسېدونکی عبدالدیان وايي، له ښاره په لرې پرتو سیمو کې ډېر کم شمېر ځوانان له نوې ټکنالوژۍ سره بلد دي او ډېر نور یې ان له انټرنېټ څخه د کار اخیستنې په لارو چارو هم نه پوهېږي.

هغه وايي، له ټکنالوژۍ سره بلدتیا او برېښنایي کتابتون ته د ځوانانو لاس‌رسی به یې د مطالعې لامل شي او زیاتوي چې حکومت دې هم دغه ډول خدمات د هېواد لرې پرتو سیمو ته وغځوي.