Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
په بغلان ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د یوې جوړې شوې ولسي غونډې ګډونوالو پر قومي یووالي ټینګار وکړ.
د بغلان په خنجان ولسوالۍ کې د یوه سراچه ډوله موټر چپهکېدو له امله یوه ښځه او یو ماشوم مړه شوي او اته تنه نور ټپیان شوي دي.
بغلان ولایت کې د پلخمري نساجي فابریکې مسوولین وايي، یاده فابریکې یې له اوږده ځنډ وروسته یو ځل بیا فعاله او د هر ډول رنګه ټوکر تولید ته چمتو کړې ده چې په نږدې راتلونکې کې به په رسمي ډول تولیدات پیل کړي.
بغلان کې د ښځو د لاسي صنایعو د کارخونو مسوولانې وايي، د پخوا په پرتله اوس له دوی سره په کارخونو کې کار کولو ته د نجونو لېوالتیا ډېره شوې چې لامل یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو ځنډېدل دي.
د بغلان امنیه قومانداني وايي، تېره شپه د دغه ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د یوه باروړونکي موټر چپه کېدو پېښه کې درېیو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
بغلان کې سیمهییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ سلو کارګرو ماشومانو ته د لومړنیو زدهکړو شپږ میاشتني ټولګي جوړ شوي دي.
د بغلان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په فرینګ ولسوالۍ کې د یوه موټر چپه کېدو له امله درېیوکسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي دی.
بغلان کې سیمهییز مسوولین وايي چې په داخل او بهر کې یو شمېر افغان سوداګر د دغه ولایت د بورکې ولسوالۍ سېلابځپلو ته لسګونه کورونه جوړوي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د «فتحې درېیمې کالیزې» سرلیک لاندې مشاعره وشوه.
د بغلان ځايي مسوولینو نن په دغه ولایت کې د محصلینو په یوه فراغتغونډه کې ټینګار وکړ چې عصري علوم د اوسني عصر یوه مهمه اړتیا ده او په خبره یې چې له دې پرته پرمختګ ناشونی دی.
ځايي مسوولین وايي چې د بامیان په نمبر۱ یکاولنګ او د بغلان د خنجان ولسوالۍ شمالي سالنګ کې د ترافیکي پېښو له امله شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د امر بالمعروف، نهیعنالمنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست بغلان ولایت کې یوه غونډه کې له مسوولینو غوښتي چې له مشرانو د اطاعت ترڅنګ په خپلو چارو کې له اخلاص، امانتدارۍ او دیانت څخه کار واخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP