Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د «ستا» په نوم یوې نوې سیمهییزې خصوصي راډیو خپرونې پیل کړې.
هلمند کې د یوې مرستندویه موسسې په مالي ملاتړ د لسو ولایتونو د پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ پیل شوې چې دوه ورځې به دوام وکړي.
هلمند کې مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۴۵ میلیون افغانیو په لګښت د ۳،۵ کیلومتر یوه سړک پخولو چارې پیل شوې.
د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د برېښنایي پېژندپاڼو او زېږون کارتونو د چټک وېش او اړوند خدماتو په موخه د لومړي ځل لپاره د اسان خدمت مرکز پرانیستل شو.
د هلمند ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د څهکم ۲۲۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت درې چکډیمونه جوړ او ګټې اخیستنې وسپارل شول.
د هلمند د کرنې ریاست مسوولین وایي، د یوې همکارې موسسې په مالي مرسته د دغه ولایت په څلورو شمالي ولسوالیو کې پر ۲۴۰ جریبه ځمکه د مېوهلرونکو ونو باغونه جوړوي.
د هلمند سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په کجکي او سنګین ولسوالیو کې له څه باندې ۲۳۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.
د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې یې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان په مالي مرسته څه باندې سل زره څارویو ته د واکسین د تطبیق پروسه پیل کړې ده.
د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار اړوند احمدشاهي مېنه کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان په مالي همکارۍ د یوه روغتون جوړېدو چارې پیل شوې.
د هلمند د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، د پژواک د راپورونو له خپرېدو ورسته یې د دغه ولایت په نوزاد، موسیکلا، نهرالسراج او دېشو ولسوالیو کې ۲۳ نوي روغتیایي مرکزونه جوړ کړي دي.
د هلمند ولایت په دوو ولسوالیو کې د اووه میلیون افغانیو په لګښت د دوو استنادي دېوالونو د جوړولو چارې پيل شوې.
هلمند کې نن کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته د بازار موندنې په موخه درې ورځنی ملي نندراتون پرانیستل شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP