لښکرګاه (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۴): د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو له راستنېدو سره هممهاله په دغه ښار کې د کورونو کرایې دوه برابره لوړې شوې دي.
وروسته له هغه چې د پاکستان حکومت د دغه هېواد له بېلابېلو ښارونو د افغان کډوالو د جبري ستنېدنې لړۍ پیل کړې او هره ورځ د سپینبولدک او تورخم له لارو سلګونه کورنۍ افغانستان ته راکډه کېږي، ورسره سم په یو شمېر ولایتونو کې د کورونو کرایو له لوړېدو شکایتونه هم راپورته شوي دي.
د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار یو شمېر هغه اوسېدونکي چې په کرایي کورونو کې اوسېږي، شکایت کوي چې د کورونو د مالکانو له خوا ورباندې کرایې لوړې شوې دي.
د لښکرګاه ښار اوسېدونکي فریداحمد وویل: «مخکې د کورونو کرایې یو څه ښې وې، خو په دې وروستیو کې کوم کډوال چې له پاکستانه په زور راایستل کېږي، له دې سره جوخت د کورونو کرایې ډېرې لوړې شوې دي، ان تر دې چې کورونه په ښار کې په اسانۍ نه پیدا کېږي.»
لښکرګاه ښار کې د کډوالو پنډغالي ساحې اوسېدونکي عبدالرشید وويل، کور یې په درې زره افغانۍ کرایه کړی و، خو اوس د کور مالک ورته ویلي چې له دې وروسته به اته زره افغانۍ ورکوي.
هغه زیاته کړه، اړ شو چې له هغه کوره بلې سیمې ته کډه وکړي.
د نوموړي په خبره: «هغه مخکنی کور چې موږ پهکې استوګنه کوله، هغه درې زره افغانۍ و، د کور څښتن کرایه اته زره افغانۍ کړه، موږ د دومره کرایې ورکولو توان نه درلود، اړ شوو کډه وکړو.»
هغه له حکومته غوښتنه کوي چې دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي او چا ته اجازه ورنه کړي د کورونو کرایې لوړې کړي.
ورته مهال، لښکرګاه کې د معاملاتو لارښوونو د یو دفتر مسوول حشمتالله ننګ هم وایي، په ښار کې د پخوا په پرتله د کورونو کرایې لوړې شوې دي.
هغه زیاته کړه، لښکرګاه ښار کې د کورونو د کرایو لوړېدو لامل دغه ولایت ته له پاکستانه په ډېر شمېر د کورنیو راتګ دی.
ننګ وویل: «لوی علت یې له پاکستانه د افغان کډوالو را ایستل دي چې یو شمېر خلک له دې موکې په استفادې د خپلو کورونو کرایي لوړوي، بدبختانه دا یوازې د اوس مسئله نه ده، مخکې هم چې د جګړو له وېرې خلک دلته لښکرګاه ښار ته راتلل، د کرایو د لوړېدو ستونزه وه.»
هغه زیاته کړه، هغه کورونه چې مخکې په شپږ زره افغانۍ کرایه کېدل، اوس یې مالکان له لس زره افغانۍ په کمه کرایه نه ورکوي.
په همدې حال کې د هلمند د عدلیې رییس مولوي محمد محمدي وویل، تازه د عدلیې وزارت له لوري د کورونو کرایو په تړاو یوه طرحه جوړه شوې چې له مخې به یې کورونه په مناسبه بیه په کرایه ورکول کېږي او که څوک سرغړونه وکړي، قانوني چلند به ورسره کېږي.
هغه زیاته کړه: «پر ټولو خلکو باندې زموږ غږ دی چې د کورونو او نورو برخو کې له کډوالو سره همکاري وکړي، نه دا چې د کورونو کرایې ورباندې لوړې کړي.«
د نوموړي په خبره، د وزارت له خوا جوړه شوې طرحه دوی ته د لېږلو او پلې کېدو په حال کې ده.
د یادونې ده، دوه اونۍ مخکې عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې د کورونو له مالکانو غوښتي وو چې د کډوالو په راتګ سره دې د کورونو د کرایو له لوړولو ډډه وکړي او دغه راز یې په دې برخه کې د خلکو د شکایتونو اورېدو او ستونزو ته د رسېدو په موخه د ټیلېفون شمېرې هم اعلان کړې وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP