Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د هلمند د کجکي برېښناکوټ چې د اوبو کمښت له امله يې له څه مودې راهيسې تولید درېدلی و، نن يې بېرته هلمند او کندهار ته برېښنا وصل شوه.
لښکرګاه (پژواک ، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۱): د هلمند ولایت په کجکي بند کې د اوبو کمښت له امله د هلمند او کندهار ولایتونو برېښنا پرې
د هلمند د نادعلي ولسوالۍ په چاه انجیر سيمه کې یوه ۱۹ کلن ځوان ځانوژنه کړې ده.
په هلمند ولایت کې د وروستیو درېیو میاشتو پرمهال څه باندې ۴۰ فعالو شوو فابريکو کې له ۳۰۰۰ ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د هلمند د سنګین ولسوالۍ یو اوسېدونکی جانمحمد چې نږدې ۱۲ کاله مخکې يې د کورنۍ ۱۸ غړي په بمبار کې وژل شوي، اوس سوله خپله یوازېنۍ هیله ګڼي او له حکومته غواړي چې مرسته ورسره وکړي.
د هلمند د کار او ټولنیزو چارو ریاست وايي چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې بې سرپرسته ماشومانو ته روزنتون جوړ شوی دی.
د هلمند مسوولین وايي، د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې دوه انسانتښتوونکي نیول شوي دي.
د هلمند مسوولین وايي، ولور اخیستل حرام دي او که چا واخیست عدلي او قضايي ارګانونو ته به ور معرفي شي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې نن د ۶۰ میلیون افغانیو په پانګونې د پنبې پروسس یوه نوې فابریکه پرانیستل شوه چې په یوه ساعت کې د پنځه ټنه پنبې د پروسس وړتیا لري.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د محکمې د پرېکړې له مخې د یوې مېرمنې په ګډون ۱۲ کسان په دُرو ووهل شول .
د کورنیو چارو وزارت په هلمند کې د څلورو نوو ولسوالیو د زیاتېدو منظوري ورکړې او اوس د دغه ولایت د ولسوالیو شمېر ۱۷ ته لوړ شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP