ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې یو شمېر زده‌کوونکي د درسي کتابونو له کمښته شکایت کوي

هلمند کې یو شمېر زده‌کوونکي د درسي کتابونو له کمښته شکایت کوي

author avatar
25 May 2023 - 16:13
هلمند کې یو شمېر زده‌کوونکي د درسي کتابونو له کمښته شکایت کوي
author avatar
25 May 2023 - 16:13

لښکرګاه (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د هلمند په مرکز او ولسوالیو کې یو شمېر زده‌کوونکي د درسي کتابونو له کمښته شکایت کوي او له حکومته غواړي چې دې ستونزې ته پاملرنه وکړي.

بلخوا د یاد ولایت د پوهنې ریاست وايي، د کتابونو د کمښت ستونزه يې له اړوند وزارت سره شریکه کړې او د حل لپاره يې هڅې روانې دي.

د هلمند د پوهنې ریاست مسوولین هم په ښوونځيو کې د درسي کتابونو د کمښت ستونزه مني خو وايي، په ۱۴۰۱ کال کې دغه ولایت ته ۷۱۵ زره ۴۶ ټوکه کتابونه ورکړل شوي وو او د نورو کتابونو لپاره یې اړوند وزارت ته وړاندیزونه کړي دي.

د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه کې د شهید انجنیر عبدالمتین عالي لېسې د یوولسم ټولګي زده‌کونکي نعمت‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل: «زموږ په ښوونځي کې ډېر زده‌کونکي بې‌وزله دي، په بازار کې د کتابونو رانیولو وس نه لري او د دې ترڅنګ، د کتابونو کمښت زموږ پر درسي بهیر منفي اغېزه کړې ده.»

هغه زیاته کړه، حکومت په تېره بیا پوهنې وزارت دې په هلمند کې د کتابونو کمښت ته پاملرنه ډېره او دغه ستونزه دې حل کړي.

د یادې لېسې یو بل زده‌کونکی جاوېداحمد هم وايي، درسي کتابونه ډېر مهم دي او که زده‌کوونکو ته په کافي اندازه ونه رسېږي نو په وینا يې چې زده‌کړې به نیمګړې وي.

هغه زیاته کړه: «زموږ په مکتب کې د کتابونو ستونزه هر وخت وي، کمښت سره یې مخ یو؛ موږ ته پوره کتابونه نه دي راکړل شوي، موږ د پوهنې ریاست څخه د کافي کتابونو غوښتنه کوو.»

د یاد ولایت د مارجې ولسوالۍ د کمپ ښوونځي یو زده‌کوونکی فضل‌محمد وایي، دوی هم د درسي کتابونو او هم د ښوونکو له کمښت سره مخ دي.

نوموړي له پوهنې وزارته وغوښتل چې زده‌کوونکو ته دې درسي کتابونه پوره کړي؛ ځکه په وینا يې چې له کتاب پرته درسي بهیر نیمګړی وي.

بلخوا د هلمند د پوهنې ریاست مرستیال مولوي محمداسماعیل سعادت د کتابونو د کمښت ستونزه مني، خو وايي چې دا ستونزه له تېرو کلونو موجوده وه او تېر کال دوی ۷۱۵ زره ۴۶ ټوکه کتابونه د دغه ولایت ټولو ښوونځيو ته ورکړي دي.

هغه وویل، لا هم د کتابونو له کمښت سره مخ دي خو دغه ستونزه يې له وزارت سره شریکه کړې او هیله لري چې ژر حل شي.

نوموړي زیاته کړه: «په هلمند کې د کتابونو د کمښت ستونزه شته او په روان کال کې ۴ ولسوالۍ لکه بغنی، باباجي، نهرسراج او بهرامچې ولسوالۍ زیاتې شوې او د هغوی ښوونځیو د زده‌کوونکو لپاره مو یو څه کتابونه بدون له پلان څخه پیدا کړي او د ښوونځیو له پیلېدا سره سم به ورکړل شي.»

د یادونې ده، هلمند په تېره شل کلنه جګړه کې ناامنه ولایت و او جګړې د دغه ولایت د نورو برخو ترڅنګ پر پوهنې هم منفي اغېز کړی و.

Visits: 106

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.