ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځايي خلک: له لښکرګاه ښار څخه تر ارغنداب سینده غځېدلی سړک دې ورغول شي

ځايي خلک: له لښکرګاه ښار څخه تر ارغنداب سینده غځېدلی سړک دې ورغول شي

author avatar
14 May 2023 - 17:39
ځايي خلک: له لښکرګاه ښار څخه تر ارغنداب سینده غځېدلی سړک دې ورغول شي
author avatar
14 May 2023 - 17:39

لښکرګاه (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۲): د هلمند مرکز لښکرګاه یو شمېر اوسېدونکي وايي، دوی ته د ښار په لومړۍ او دویمه حوزه کې له شاوخوا شلو کلونو راهیسې د استوګنې کورونه ورکړل شوي، خو دغه سیمه پوخ سړک نه لري.

یاد خلک د لښکرګاه ښار د لومړۍ او دویمې حوزې اړوند د صافیانو سیمې اوسېدونکي دي.

دوی وايي، له لښکرګاه تر ارغنداب سیند پورې شاوخوا ۵۰ کیلومټره سړک خام دی چې له امله يې هم ځايي اوسېدونکي او هم موټرچلوونکي له ستونزو سره مخ دي.

بلخوا د لښکرګاه ښاروالي وايي، اوسمهال د یاد سړک ترمیم لپاره بودجه نه لري، خو د ستونزې د هواري هڅې يې پيل کړې دي.

د صافیانو سیمې یوه اوسېدونکي عبدالباقي پژواک خبري اژانس ته وویل، شاوخوا شل کاله کېږي چې دوی ته په دغه سیمه کې د استوګنې نمرې ورکړل شوې خو تر اوسه يې سړک خام دی.

هغه زیاته کړه، خلک نه یوازې د تګ راتګ پر مهال له ستونزو سره مخ دي، بلکې ځايي اوسېدونکي د خام سړک له دوړو هم ځورېږي او ډېری کسانو ته تنفسي ناروغۍ پيدا شوې دي.

هغه وویل: «د دوړو له امله مو ماشومان او لویان پر تنفسي ناروغیو اخته شوي او دې ته اړ یو چې خپلې کډې بار کړو.»

د صافیانو یوه بل اوسېدونکي محمدامین وویل، له یوې خوا د تګ راتګ ستونزه ده او له بلې خوا په سیمه کې ډېرې دوړې وي چې د روغتیا لپاره ضرر لري.

نوموړي زیاته کړه: «هره ورځ مازیګر مهال دلته داسې دوړې وي چې له امله یې خلک په خپلو کورونو کې ډوډۍ نشي خوړلای.»

هغه له حکومته وغوښتل چې یاد سړک دې په پاخه او اساسي ډول جوړ کړي.

په ورته مهال، د لښکرګاه ښاروالۍ مسوولین هم د خلکو ستونزې پرځای ګڼي، خو وايي چې د یاد سړک قیر کولو لپاره کافي بودجه نه لري.

د لښکرګاه ښاروالۍ د عامه اړیکو مسوول محمدطاهر ابشار پژواک ته وویل: «د صافیانو د فري زون سړک تر ارغنداب سیند پورې شاوخوا ۵۰ کیلومتره دی، دغه سیمه کې شاوخو لس زره کورنۍ اوسېږي، د خلکو شکایتونه پرځای دي، خو ښاروالي د دغه سړک د پخولو لپاره بودجه نه لري.»

نوموړی وايي، ښاروالي هڅه کوي چې د یاد سړک پخولو لپاره بودجه پيدا کړي او دغه ستونزه يې له مرکز سره هم شریکه کړې ده.

د یادونې ده، په هېواد کې د تېرې اوږدې جګړې له امله ډېری بنسټیز تاسیسات زیانمن شوي دي.

که څه هم له جګړې وروسته حکومت د یادو تاسیساتو رغولو هڅې پيل کړې، خو ښايي د ټولو تاسیساتو جوړېدل کلونه وخت ونیسي او ډېر لګښت ته اړتیا ولري.

Visits: 76

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.