ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند د نهر سراج اوسېدونکي: د ښوونځیو نشتوالي له امله مو ماشومان له زده‌کړو محروم دي

د هلمند د نهر سراج اوسېدونکي: د ښوونځیو نشتوالي له امله مو ماشومان له زده‌کړو محروم دي

author avatar
5 Jun 2023 - 15:46
د هلمند د نهر سراج اوسېدونکي: د ښوونځیو نشتوالي له امله مو ماشومان له زده‌کړو محروم دي
author avatar
5 Jun 2023 - 15:46

لښکرګاه (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د هلمند د نهر سراج ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په تېرو څلورو لسیزو کې دغه ولسوالۍ کې یواځې یو ښوونځی جوړ شوی و چې هغه هم په جګړو کې بېرته ویجاړ شوی دی.

د یادونې ده، نهر سراج د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره د هلمند په اداري تشکیلاتو کې نوې جوړه شوې ولسوالي ده.

د یادې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د ښوونځیو نشتوالي له امله یې ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي.

بلخوا بیا د هلمند د پوهنې ریاست مسوولین د خلکو د یادې ادعا د رد یا تایید په اړه څه نه وايي، خو وايي چې دوی د ټول ولایت په کچه خلکو ته د زده‌کړو زمینې برابرولو لپاره هڅې پیل کړې دي.

د نهر سراج ولسوالۍ د مکتب سيمې اوسېدونکي محمدولي پژواک خبري اژانس ته وویل: «لویه ستونزه مو د ښوونځیو نشتون دی چې زرګونه ماشومانو مو له هر راز زده‌کړو څخه بې‌برخې پاتې دي.»

د یادې ولسوالۍ د یوکولنګ سيمې اوسېدونکی سیدولي هم وایي، د دوی په سيمه کې  یو سيمه‌ییز ټولګی جوړ شو، خو هغه هم له لنډې مودې وروسته بېرته غیرفعال شوی دی.

د هغه په وینا چې اوس یې په سیمه کې نه ښوونځی شته او نه سیمه‌ییز ټولګي.

د نهر سراج ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي ګل‌محمد هم وویل: «زموږ په سيمه کې هیڅ ښوونځی نشته، یو ښوونځی چې مخکې کلونو کې جوړ شوی و، هغه د تېرو جګړو له امله په بشپړ ډول له منځه وړل شوی، اوس نور ښوونځي د بلې ولسوالۍ اړوند دي چې زموږ له سیمې ډېر لرې دي.»

بلخوا بیا د هلمند د پوهنې رییس مولوي محمدعوض انصاري په یادې ولسوالۍ کې د ښوونځيو د شتون یا نه‌شتون په اړه څه ونه ویل، خو زیاته يې کړه چې د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې ګڼ ښوونځي د تېرو جګړو پر مهال په بشپړ یا نیمه ډول ویجاړ شوي او اوس بېرته رغولو او ترمیمولو ته اړتیا لري .

هغه زیاته کړه: «د تېرو۶ میاشتو په موده کې په دغه ولایت کې ۱۷ بابه ښوونځي ترمیم شوي دي، ۵۷ اوس تر کار لاندې دي او پلان لرو چې په نوي کال کې ۱۰۲ مکاتب نور هم ترمیم کړو؛ نو په دې سره به د نهر سراج او نورو ولسوالیو د مکاتبو ستونزې هوارې شي.»

د یادونې ده، په هېواد کې د څه باندې څلور لسیزې جګړې له امله د نورو برخو ترڅنګ، د پوهنې ډګر هم سخت زیانمن شوی دی.

Visits: 211

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.