منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۴ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کرنې ریاست: سږ کال هلمند کې پر نږدې درې زره هکټاره ځمکه پالېزونه کرل شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۲۲۶ کتنې · تازه شوی

لښکرګاه (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، سږ کال په دغه ولایت کې پر نږدې درې زره هکټاره ځمکه پالېزونه کرل شوي .

په داسې حال کې چې په تېرو کلونو کې به هلمند د هېواد په کچه د ترياکو لوی تولیدوونکی ولایت ګڼل کېده، د اسلامي امارت په واکمنېدو او د نشه‌يي توکو پر کرکېلې له بنديز وروسته اوس په دغه ولایت کې د نورو کښتونو کرکېله ډېره شوې ده.

د هلمند د کرنې ریاست د ترویج مدیر احمدشاه خان پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم تر اوسه د دغه کال د څلورو ولسوالیو د پالېزونو ارقام نه دي رسېدلي، خو د دوی د راټول کړو معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې پر ۲۹۳۱ هټکاره ځمکه پالېزونه کرل شوي دي.

هغه زیاته کړه: «سږ کال په دغه ولایت زیات کروندګرو پالېزونو کرلو ته مخه کړې ده چې لوی علت یې د کوکنار پر کرکیلې لګېدلی بندیز دی.»

احمدشاه خان زیاته کړه، دوی د پالېزونو او نورو غلو دانو د مسلکي کرنې په برخه کې کروندګر روزي او په دې توګه به د هغوی اقتصاد پياوړی شي.

بلخوا د یاد ولایت یو شمېر کروندګر بیا له کرنې ریاسته د اصلاح شوو تخمونو او د نباتاتو د درملو غوښتنه کوي.

د بولان سیمې اوسېدونکي محمدعوض -چې د خټکیو پالېز هم لري- وايي: «خوښ يو چې د تریاکو پر ځای مو پالېزونه کرلي، خو مسلکي روزنه نه ده راکړل شوې او سږ زموږ پالېزونو زیات مرضونه کړي دي، کروندګر بې‌وزله دي، د ګټې پرځای زیان اوس راته اوړي، د کرنې ریاست باید له کروندګرو سره مرستې وکړي.»

دغه‌راز د ناوې ولسوالۍ د څلور قلکفانو سيمې یو کروندګر محمد جمعه بیا محصولاتو ته یې د بازار له نشتوالي شکایت کوي.

نوموړی وايي، له یوې خوا يې پالېزونو مرض کړی او له بلې خوا بازار خراب دی او د دوی محصولات په کمه بیه پلورل کېږي.

هغه له کرنې ریاست څخه د کېمیاوي سرې او د پالېزونو برخه کې کروندګرو ته د مسلکي روزنې غوښتنه وکړه .

بلخوا بیا د هلمند د کرنې ریاست د افتونو او مرضونو برخې مدیر انجنیر نجیب‌الله حکیمي وويل: «د کرنې ریاست له خوا په یو شمېر ولسوالیو کې کروندګرو ته د باغونو او پالیزونو او نورو غلو دانو د مرضونو اړوند معلومات ورکړل شوي او هغه د نباتاتو ناروغۍ چې نسخې ته اړتیا لري، خو کروندګرو ورته مراجعه نه ده کړې.»

نوموړی وایي: «پالېزونه بېلابېل مرضونه لري او د هغه مرضونو په له منځه وړلو کې ډول ډول درمل دي، نو کروندګر باید د کرنې ریاست هغه فني مسلکي کسانو سره د خپلو پالیزونو د مرضونو په اړوند معلومات شریک کړي.»

هلمند د هېواد په سوېل کې موقعیت لري چې په تېرو شلو کلونو کې د جګړې مرکز پاتې شوی او د نورو برخو ترڅنګ يې کرنه هم سخته زیانمنه شوې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه