په هلمند کې وروستیو اورښتونو د دغه ولایت خلک او کروندګر د وچکالې کمېدو ته هیلهمند کړي او وايي، سږ کال ښايي د تېرو کلونو په پرتله د حاصلاتو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راشي.
د هلمند د کرنې ریاست مسوولین وايي، سږ کال یې په دغه ولایت کې د انجې بوټي کرکېلې ډېرولو لپاره هڅې پيل کړې دي.
د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې پرون د تندر پرېوتو له امله یو کس مړ شوی او یوه ښځه ټپي ده.
د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې د قومي جرګې په منځګړيتوب د دوو کورنیو ترمنځ یو کلنه دښمني پای ته ورسېده.
لښکرګاه (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۱): د هلمند ولایت یو شمېر اوسېدونکي او مسوولین وايي، کجکي بند ته له ورغلي سیند هره ورځ د سلګونه واټرپمپونو
. . .
د هلمند حکومتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت په مرکز او دوو ولسواليو کې د بېکيفته تېلو پلور له امله پنځه پمپ سټېشنونه تړل شوي دي.
هلمند کې مسوولین وايي، پرون د دغه ولایت د موسیکلا ولسوالۍ په لنډۍ ناوې سیمه کې د اوبو یوه بند جوړولو چارې پيل شوې.
د هلمند د کرنې ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د تېرو جګړو او وچکالۍ له امله د ۶۵ سلنه باغونو د وچېدو خبر ورکوي.
د هلمند په ګرمسېر ولسواالۍ کې پاکستان ته د یو شمېر څارویو د قاچاق مخنیوی شوی او ورسره په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.
د هلمند د اطلاعاتو فرهنګ ریاست وايي، نن د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې ۱۶ کسان د غلا او نامشروع اړیکو په جرم په دورو ووهل شول.
د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، راتلونکی کال به په دغه ولایت پر ۵۰۰ جریب ځمکه د خرما باغونه جوړ کړي.