لښکرګاه (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۱): د هلمند په ګرمسېر ولسواالۍ کې پاکستان ته د یو شمېر څارویو د قاچاق مخنیوی شوی او ورسره په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض نن (د سلواغې ۱۵مه) پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د ګرمسېر ولسوالۍ په دروېشان سیمه کې دوه کسان پاکستان ته د څارویو د قاچاق په تور نیول شوي دي.
هغه وویل: «پرون امنیتي ځواکونو د ګرمسېر ولسوالۍ په دروېشان سیمه کې دوه کسان چې په یوه لارۍ کې يې څاروي بار کړي وو او غوښتل يې په ناقانونه ډول يې له هېواده بهر انتقال کړي، نیولي دي.»
ریاض د څارویو شمېر په اړه له څه ویلو پرته زیاته کړه چې نیول شوي کسان عدلي او قضايي ادارو ته ور پېژندل شوي دي.
د یادونې ده، ګرمسېر له خیبر پښتونخوا سره ګډه پوله لري او له دې مخکې هم امنیتي ځواکونو ډېر ځلې پاکستان ته د څارویو د قاچاق مخه نیولې ده.