ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د تېلو پنځه پمپ‌سټېشنونه تړل شوي

هلمند کې د تېلو پنځه پمپ‌سټېشنونه تړل شوي

author avatar
16 Feb 2023 - 15:48
هلمند کې د تېلو پنځه پمپ‌سټېشنونه تړل شوي
author avatar
16 Feb 2023 - 15:48

لښکرګاه (پژواک، ۲۷ سلواغه ۱۴۰۱): د هلمند حکومتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت په مرکز او دوو ولسواليو کې د بې‌کيفته تېلو پلور له امله پنځه پمپ سټېشنونه تړل شوي دي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ یې د بې‌کيفیته تېلو پلورلو له امله درې د تېلو پمپونه په نادعلي، يو په مارجه او يو هم په مرکز لښکرګاه کې تړلي دي.

هغه وايي، د تېلو کيفيت معلومولو لپاره د ولایت مقام، امنيې قوماندانۍ، استخباراتو ریاست، انحصاراتو ریاست او د تېلو پلورونکو له استازو يوه ګډه کمېټه جوړه شوې ده.

دى زياتوي، د يادې کمېټې د هلو ځلو په پايله کې په تېرو څو مياشتو کې د بې‌کيفته تېلو پلورولو له امله ٢٠ د تېلو پمپونه تړل شوي دي.

نوموړي وويل، د تېلو له کيفيته څارنه په مرکز او ولسواليو کې دوام لري څو د وارداتو مخه یې ونیول شي.

Views: 49

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.