Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا وایي، غړو یې د دې شورا ناسته کې د هرات خونړۍ زلزلې قربانیانو ته د درناوي په پار یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه.
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وایي، واشنګټن د افغانستان په لوېدیځ کې د زلزلې اغېزې او څرنګوالی څېړي.
د راپورونو له مخې، د ترکیې امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د دغه هېواد په ځینو سیمو کې ۱۱۱ افغان کډوال نیولي دي.
د راپورونو پر اساس، عراق کې د واده په مراسمو کې لږ تر لږه ۱۱۳ کسان مړه او څه باندې ۱۵۰ نور ټپیان شوي دي.
د اروپايي ټولنې د کډوالۍ اژانس اعلان کړی چې اروپا کې د پناه اخیستو لپاره ۴۴ سلنه غوښتنلیکونه د افغان، سوري، ونزویلایي، ترکي او کولمبیایي کډوالو له خوا وړاندې شوي دي.
د افغانستان مرکزي بانک وایي چې سبا (یکشنبه) ۱۳ میلیون امریکایي ډالر د لیلام په ډول پلوري.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) په کابل کې خپل کاري دفتر وروسته له دوو کلونو بېرته پرانیست.
د راپورونو له مخې، د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان وروسته له هغه چې پر درې کاله بند د محکومېدو حکم یې صادر شو، د دغه هېواد پولیسو له خوا نیول شوی دی.
د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال وایي، بېسرپرستې ښځې چې د خپل حبس موده یې پوره کړې وي، له خوشې کېدو وروسته به په یوه خوندي ځای کې چې د دې ادارې او کار او ټولنیزو چارو وزارت په همغږۍ جوړ شوی، ساتل کېږي.
د افغانستان مرکزي بانک سرپرست د افغانستان لپاره د ناروې له شارژدافیر سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو، په ځانګړي ډول اقتصادي، مالي او بانکي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې، د هند په شمال کې د سخت باران او سېلابونو راوتلو له امله ۲۲ کسان مړه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP