د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو او له هغوی سره د ناوړه چلند په اړه خواشيني څرګنده کړې او ټينګار یې کړی چې دغه هېواد دې له افغانانو سره د ښه ګاونډيتوب او نړۍوالو اصولو پر بنسټ چلند وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي چې اسلامي امارت په تېرو درېنیمو کلونو کې په افغانستان کې خپل حاکمیت تثبیت کړی دی.
د راپورونو له مخې، اوکرایني او امریکايي چارواکي د هغو مذاکراتو پایله کې چې د سعودي عربستان په جده کې ترسره شول، د مسکو د توافق په صورت کې پر دېرش ورځني لنډمهاله اوربند هوکړې ته رسېدلي دي.
په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازی وایي، په دغه هېواد کې قانوني افغانان له هيڅ ډول محدودیت سره مخ نه دي او کوم کسان چې دغه هېواد ته په غیرقانوني ډول ځي، وبه ايستل شي.
د راپورونو پر بنسټ، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان سره لیدلي دي.
د پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان سرکونسل وايي چې د پاکستان د سند ایالت له بېلابېلو زندانونو ۱۲ افغانان خوشي شوي دي.
د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر له اوکراین سره خپلې ټولې نظامي مرستې ځنډولې دي.
د امریکا متحده ایالتونو د پرمختیایي ادارې (USAID) یوه لوړپوړي چارواکي نیکولاس انریچ خبرداری ورکړی چې د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ترمپ حکومت د دې ادارې د منحلولو تصمیم کولای شي د ډېرو انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
د راپورونو له مخې، برېتانیا او اوکراین د کیېف دفاعي وړتیاوو د ملاتړ لپاره د ۲،۲۶ میلیارد پونډو په ارزښت د پور دوه اړخیز هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د اوکراین ولسمشر وايي چې د دغه هېواد له ګډون پرته به د سولې مذاکراتو د پایلې په اړه د امریکا متحده ایالتونو او روسیې ترمنځ پرېکړه هیڅکله ونه مني.
د هېواد د المپیک کمېټې، د بدنې روزنې او ورزشي عمومي ریاست وايي چې د کابل ځوانانو لوبډلې د سوکوهنې غوراوي سیالۍ وروسته له نهو ورځو د ۲۶ غوره ورزشکارانو په ټاکلو پای ته ورسېدې.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسوولین وايي چې د اسیا د فوټسال یا اېاېفسي دویمې کچې د روزونکو روزنې کورس نن په کابل کې د فوټسال نړۍوالو استادانو په حضور کې پیل شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP