ژبه

د یواېس‌اې‌ای‌ډي یوه چارواکي د دې ادارې د منحل کېدو خبرداری ورکړی

کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۳): د امریکا متحده ایالتونو د پرمختیایي ادارې (USAID) یوه لوړپوړي چارواکي نیکولاس انریچ خبرداری ورکړی چې د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ترمپ حکومت د دې ادارې د منحلولو تصمیم کولای شي د ډېرو انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، انریچ چې د امریکا متحده ایالتونو په پرمختایي اداره کې یې د روغتیايي چارو د موقت مرستیال په توګه کار کاوه، په یو اووه مخیز یادښت کې چې دغه اژانس ورته لاسرسی موندلی، ټينګار کړی چې سیاسي رهبري په نړۍ کې بشري او ژغورنې مرستې ناممکنې کړې دي.

هغه تېره ورځ په یوه ایمېل کې ویلي چې د امریکا متحده ایالتونو د حکومت له خوا د پرمختیایي ادارې منحل کېدل به د ډېرو انسانانو ژوند له خطر سره مخ کړي.

نوموړي زیاته کړې: «دا موضوع به له شک پرته ملي امنیت وګواښي، بې‌ثباتي به رامنځته کړي او د مخنیوي وړ مرګونو لامل به شي.»

ورته مهال، په دغه راپور کې راغلي چې انریچ ۳۰ دقیقې وروسته په یوه بل ایمېل کې خپل کارکوونکي د خپلې دندې له ځنډېدو خبر کړي دي.

ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له تلو وروسته د درېیو میاشتو لپاره د دغه هېواد د بهرنیو مرستو درېدو فرمان صادر کړ.

څه موده مخکې رويټرز راپور ورکړی و چې د ټرمپ حکومت د امریکا متحده ایالتونو د پرمختیايي ادارې د مرستو ۹۰ سلنه قراردادونه لغوه کړي چې د دغه هېواد څه باندې ۵۸ میلیارد ډالره نړۍوالې مرستې یې درولې دي.