د امریکا متحده ایالتونو د پرمختیایي ادارې (USAID) یوه لوړپوړي چارواکي نیکولاس انریچ خبرداری ورکړی چې د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ترمپ حکومت د دې ادارې د منحلولو تصمیم کولای شي د ډېرو انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.