کابل (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۳): په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازی وایي، په دغه هېواد کې قانوني افغانان له هيڅ ډول محدودیت سره مخ نه دي او کوم کسان چې دغه هېواد ته په غیرقانوني ډول ځي، وبه ايستل شي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امیر سعید ایرواني تېره شپه ناوخته د دغه سازمان د امنیت شورا ناسته کې ویلي چې د افغان کډوالو پر وړاندې یې د هېواد سیاست کوم تغییر نه دی کړی او پر بشردوستانه اصولو ولاړ دی.
هغه ویلي: «په ایران کې قانوني افغانان له هيڅ ډول محدودیتونو سره مخ نه دي او د ایران قونسلګرۍ د ورځې پنځه زره ویزې صادروي، کوم کسان چې ايستل شوي، په غیرقانوني ډول دغه هېواد ته تللي وو، امنیتي اندېښنو ته په کتو د ایران اسلامي جمهوریت هغه کسان چې غیرقانوني دغه هېواد ته ځي، هغوی بېرته را ايستل کېږي.»
نوموړي زیاته کړه چې ایران له څه باندې څلورو لسیزو د میلیونونو افغانانو کوربه دی.
هغه ویلي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني یوه اساسي ستونزه ګڼل کېږي او دا شتمني باید له کوم قید او شرط پرته ازاده شي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) رییسې روزا اوتونبایوا په دې ناسته کې د افغانستان له خلکو سره د ملګرو ملتونو پر ژمنو ټينګار کړی او ویلي دي چې د بشري مرستو درېدو او د یوناما ماموریت نه غځېدو په صورت کې به د افغانستان د خلکو وضعیت نور هم خراب شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP