کابل (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۳): د پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان سرکونسل وايي چې د پاکستان د سند ایالت له بېلابېلو زندانونو ۱۲ افغانان خوشي شوي دي.
په کراچۍ کې د اسلامي امارت سرکونسل عبدالجبار تخاري د یوې ويډیو په خپرولو ویلي چې د پاکستان د سند ایالت له بېلابېلو زندانونو ۱۲ افغان کډوال خوشي او د سپینبولدک – چمن له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.
نوموړي زیاته کړې چې د سند ایالت په زندانونو کې اوس په کم شمېر افغانان دي چې د هغوی د خوشي کولو لپاره هم هڅې روانې دي.
هغه زیاته کړې چې د اسناد نه لرونکو کډوالو د ایستلو په تړاو د پاکستان د حکومت له اعلان سره سره د سند په ایالت کې افغانان له هيڅ ډول ستونزې سره نه دي مخ او عادي ژوند لري.
نوموړي څرګنده کړې چې په تېرو درېیو میاشتو کې ۶۴ بندیان د دوو ښځو او اوو ماشومانو په ګډون د پاکستان د سند ایالت له بېلابېلو زندانونو خوشي شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د کب میاشتې په ۱۳مه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي وو چې ۴۷ نور افغانان د پاکستان له زندانونو خوشي شوي او بېرته هېواد ته راغلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP