Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي اداره وايي چې سږ کال تر اوسه پورې په ټول هېواد کې له لږ تر لږه ۱۳۰ زره کورنیو سره مرسته شوې ده.
د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي چې د دغه وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې د مشترکالمنافع هېوادونو رېلي ترانسپورټ شورا په ۸۱مه غونډه کې ګډون کړی دی.
د راپورونو له مخې، د اسپانیا لومړي وزیر د دغه هېواد سېلابځپلو لپاره ۱۱،۶ میلیارد ډالر ځانګړي کړي دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر وايي، د امریکا او د دغه هېواد د متحدینو «تهاجمی فعالیت» د ټولې اوراسیا قارې امنیت ګواښي او د ټوټې ټوټې کېدو خطر یې ډېروي.
هرات کې د ایران سرکونسل وایي چې هېواد یې د افغانستان مهم اقتصادي شریک دی او ایران تل د سیمې له هېوادونو سره پراخې اړیکې لرلې دي.
د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړی استازی وايي، که د افغانستان اقتصاد چې څو ښه کېږي، په هماغه اندازه د سیمې پر هېوادونو مثبت اغېز لرلای شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، په سیمه کې د جګړې پېښېدل لا هم یو جدي احتمال دی او له اسرائیل پرته نور هيڅوک د دغه وضعیت غوښتونکي نه دي.
د امریکا پولیسو اعلان کړی چې د دغه هېواد ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماند ډونالډ ټرمپ د وژلو درېیمه احتمالي هڅه یې شنډه کړې ده.
د راپورونو له مخې، د نهو اروپایي هېوادونو مشرانو یوې ناسته کې په لبنان او غزه کې د جګړې درېدو او په منځني ختیځ کې د بېړني اوربند غوښتنه کړې ده.
د ټایلنډ پولیس وايي چې په دغه هېواد کې د یوه ښوونځي موټر کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه شوي دي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت وايي چې د سیمې ثبات او امنیت ته ژمن دي، خو د تېريکوونکو پر وړاندې به سخت عمل وکړي.
د راپورونو له مخې، پر لبنان او سوریې د اسرائیل تازه بریدونو پایله کې لږ تر لږه ۹۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP