د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د هېواد له ۱۷ کلنو کمعمره د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو کې د ګډون لپاره د سعودي عربستان جدې ښار ته ولاړه.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د سعودي عربستان د ۲۰۲۷ اسیا ملتونو جام د غوراوي سیالیو په لړ کې نن (سهشنبه) د میانمار له لوبډلې سره لوبه کوي.
د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې د امریکا متحده ایالتونو د مرستو په درېدو سره ممکن د ورځې په نړۍ کې څه باندې دوه زره د ایډز نوې پېښې ثبت شي.
د اوبو او برېښنا وزارت په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازولۍ هغه راپور رد کړی چې په کې ویل شوي، په افغانستان کې ۳۳ میلیونه کسان د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د اسیا ملتونو جام د مقدماتي سیالیو له پیل مخکې سبا (جمعه) د ټایلنډ له ملي لوبډلې سره دوستانه لوبه کوي.
د افغانستان ستره محکمه وایي چې په غزني کې د یوې ښځې په ګډون پر دوو کسانو د تعزیري سزا حکم تطبیق شوی دی.
په افغانستان کې د یوه بل کال لپاره د یوناما د فعالیت له غځېدو سره هممهاله، د اسلامي امارت ویاند وايي چې دغه بنسټ باید د افغانستان، ملګرو ملتونو سازمان او نورو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا لپاره هڅه وکړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان کړی چې سبا (دوشنبه) به د هغه پرېکړهلیک په اړه رای اچونه وکړي چې په افغانستان کې د دغه سازمان د استازولۍ (یوناما) ماموریت د راتلونکي مېلادي کال د مارچ تر ۱۷مې غځوي.
د راپورونو له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دولت د نوو بندیزونو د څېړنې په حال کې دی چې د افغانستان په ګډون د ۴۱ هېوادونو د وګړو سفر دغه هېواد ته محدودوي.
کابل کې د نرګس بدر په نوم یوه نجلۍ چې د انلاین کاروبار په پیلولو سره یې د زدهکړو محدودیتونه د ځان لپاره پر یوه فرصت بدل کړي؛ نه یوازې له اقتصادي پلوه ځانبسیاینې ته رسېدلې، بلکې یو شمېر نورو کسانو ته یې هم د کار زمینه برابره کړې ده.
د امریکا متحده ایالتونو په پنسلوانیا کې ځايي چارواکو اعلان کړی چې د دغه ایالت په لنکسټر ښار کې د بوډاګانو پالنې له یوه مرکز سره نږدې یوه الوتکه چې پنځه کسان پهکې سپاره وو، لوېدلې ده.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د څلور اړخیزو سیالیو په لړ کې په خپله دویمه لوبه کې د برازیل پر وړاندې ماتې وخوړه.