یو شمېر افغانان چې په دې وروستیو کې له ایرانه راستانه شوي، په داسې حال کې د دغه هېواد د حکومت او خلکو له بد چلنده شکایت کوي چې په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۹۰ زره کډوال د ورېښمو پولې له لارې نیمروز ته راستانه شوي دي.
په نیمروز کې سیمهییزې سرچینې وایي، د دغه ولایت په کنګ ولسوالۍ کې یې ایران ته د یو شمېر وسلو او نظامي تجهیزاتو د قاچاق مخنیوی کړی دی.
په زرنج ښار کې د دودیزو درملو پلورونکي د یوناني او دودیزو درملو د کارونې د بېساري زیاتوالي خبر ورکوي او وايي، د درېیو میاشتو مخکې په پرتله یې د پلور کچه دوه برابره ډېره شوې ده.
زرنج (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۱):د نیمروز سیمهییز مسوولین په دغه ولایت کې د انسان تښتوونکو له منګولو د یوه سوداګر د خوشي کېدو او په
په نيمروز ولايت کې د شهيدانو یو شمېر وارثین او معلولين له سختو اقتصادي ستونزو شکایت کوي او غواړي چې ملاتړ یې وشي، خو د دغه ولايت مسوولین وايي چې د هغوی دې ستونزې ته به ډېر ژر رسېدنه وشي.
د رییسالوزراء اقتصادي مرستیال له کمال خان بنده د بیالیدنې پر مهال له خلکو سره ژمنه وکړه چې د دغه بند د کانال غځونې چارې په عملي توګه په خپله څاري او هڅه کوي چې کار یې ژر تر ژره بشپړ شي.
د نیمروز اوسېدونکي په داسې حال کې د تېرو دوو میاشتو په پرتله د چرګ غوښې د بیې له ۲۰ سلنه لوړېدو شکایت کوي چې مسوولین په بازارونو کې د بیو د کنټرول لپاره د یوې کمیټې د جوړېدو خبر ورکوي.
په نیمروز ولایت کې کروندګر په داسې حال کې د روان کال د وچکالۍ او اوبو نشتوالي له امله د خپلو کښتونو له زیانمنېدو شکایت لري چې د اوبو رسونې ادارې مسوولین وايي، له کمال خان بنده د کانالونو غځولو پروژې په بشپړېدو سره به دغه ستونزه هواره شي.
زرنج (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۱): په نیمروز کې یوه ډله ښځې وایي، له پرلیکه بازارموندنې څخه په استفادې سلګونو نورو ښځو ته د پایدار او
د نيمروز ځايي سرچينې پر ٢٠٠ سوالګرو د نغدي مرستو د وېش خبر ورکوي او وايي چې هر يوه سوالګر ته به د میاشتې ۵۰۰۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وېشل کېږي.
د زرنج ښار اهنګران چې د ژوند لسیزې یې په دغه کار کې تېرې کړې او له دې لارې حلاله روزي ترلاسه کوي، د خپل کاروبار له کمرنګه کېدو شکایت لري او له سرپرست حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي.
په نیمروز ولایت کې امنیتي مسوولین وایي، د یوه موټر چپه کېدو له امله درې کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.