Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
بامیان کې سیمهییز مسوولین وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د ۲۷۲ میلیون افغانیو په لګښت د لسګونه پروژو کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې چې شاوخوا ۵۰ زره کسان یې په مستقیم ډول له ګټو برخمن شوي دي.
بامیان کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کهمرد ولسوالۍ کې د مرغانو د غیرقانوني ښکار په تور لس کسان نیول شوي دي.
بامیان کې د چاپېریالساتنې برخې یو شمېر فعالان په دغه ولایت کې د پلاستیکي کثافاتو پر ډېرېدو اندېښنه ښيي او پر دې د ټینګار ترڅنګ چې د پلاستیکي کڅوړو ځای دې تکهیي کڅوړې ونیسي، زیاتوي چې دغه کار کولای شي د چاپېریال خوندیتوب کې مهم رول ولري.
بامیان کې ځایي مسوولین وايي چې د درنې واورې ورېدو او سخت توپان له امله له ګاونډو ولایتونو او اووهګونو ولسوالیو سره د دغه ولایت مواصلاتي لارې تړل شوې دي.
بامیان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت ټولې مواصلاتي لارې چې د واورې ورېدو او توپان له امله تړل شوې وې، وروسته له ۲۴ ساعتونو د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې.
بامیان کې سیمهییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ایران په مالي ملاتړ د «امام خمیني» په نوم د ۱۲۰ بستریز تخصصي روغتون جوړېدو چارې بشپړې شوې او په نږدې راتلونکي کې به پرانیستل شي.
سیمهییز مسوولین وايي چې په بامیان او دایکنډي کې د درنې وراورې ورېدو او سخت توپان له امله د دغو ولایتونو ځینې مواصلاتي لارې تړل شوې دي.
د بامیان یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو د پام وړ کمښت اندېښمن کړي او وايي چې وچکالي او د اوبو کمښت کرنې ته زیان اړولی او د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی یې ستونزمن کړی دی.
د بامیان ورزشي مسوولین وایي، د دغه ولایت د فوټسال غوره لیګ سیالۍ چې شاوخوا دوه اونۍ مخکې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ پیل شوې، نن د استقلال شیبر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده.
د بامیان یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت په روغتیایي مرکزونو کې د امکاناتو له کمښته او د تخصصي برخو له نشتوالي شکایت کوي او د دې ستونزو د حل غوښتنه کوي، خو مسوولین بیا په راتلونکي کې د روغتیايي خدماتو ښه کېدو خبره کوي.
بامیان کې د ښځو په ګډون د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکو په یوې اعتراضي غونډه کې د جرمونو د نړۍوالې محکمې له لوري د ا.ا د مشر او د قاضيالقضات د نیول کېدو وړاندیز ناعادلانه او د سیاسي او حقوقي اصولو خلاف ګڼل دی.
د بامیان سیمهییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د واورې له امله تړل شوې مواصلاتي لارې بېرته د ترافیکو پر مخ خلاصې شوې او دغه راز د بامیان – غور پر لویه لار بند پاتې لسګونه مسافر هم وژغورل شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP