Language

سږ کال بامیان کې د ۲۷۲ میلیون افغانیو په لګښت پرمختیايي پروژې پلې شوې

بامیان (پژواک،۶ کب ۱۴۰۳): بامیان کې سیمه‌ییز مسوولین وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د ۲۷۲ میلیون افغانیو په لګښت د لسګونه پروژو کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې چې شاوخوا ۵۰ زره کسان یې په مستقیم ډول له ګټو برخمن شوي دي.

د بامیان د والي ویاند عبدالصبور فرزان سیغاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کلیو پراختیا او خدماتو ته د خلکو لاسرسي په موخه د دغه ولایت په لرو پرتو سیمو کې د ۲۷۲ میلیون افغانیو په لګښت لسګونه پروژې تطبیق او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

هغه زیاته کړه چې په دغو پروژو کې د بامیان په اوو ولسوالیو کې د فرعي سړکونه بیارغونه، د کرنیزو کانالونو، استنادي دېوالونو، د اوبو رسولو شبکو او لسګونو پُل‌ګوټو جوړول شامل دي.

هغه وویل چې یادې پروژې د تېرو ۱۱ میاشتو په موده کې د اړوندو وزارتونو او له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (UNICEF)، د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (UNDP) او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR)  په ګډون  نړۍوالو بنسټونو له لوري بشپړې شوې دي.

سیغاني زیاته کړه: «د دغو پروژو په پرانیستل کېدو څه باندې ۵۰ زره کسانو ته په مستقیم ډول خدمات برابر شوي او زرګونه ځايي اوسېدونکو ته په‌کې د لنډمهال کار زمینه هم برابره شوې وه.»

د بامیان اوسېدونکي د یادو پروژو د بشپړېدو هرکلی کوي او د ستونزو کمېدو برخه کې یې اغېزناک ګام بولي.

د یکه‌ولنګ ولسوالۍ اوسېدونکی حیدر وايي، مخکې د سړک او استنادي دېوال نشتوالي له امله زیاتې ستونزې وې، د سېلاب راتلو پر مهال به کرنیزې ځمکې ویجاړېدې، روغتیايي مرکزونو او بازار ته په تګ‌راتګ کې له ستونزو سره مخ کېدل.

نوموړي وویل چې د دې ډول پرمختیايي پروژو پلې کېدل د سړکونو، کانالونو، ویالو جوړولو او نورو برخو کې تر ډېره د خلکو ستونزې هواروي.