فراه (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د فراه مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق
د فراه یو شمېر اوسېدونکي وايي، که څه هم په دغه ولایت کې هوايي ډګر شته خو له دوو کلونو راهیسې تر کابل ته ملکي الوتنې نه کېږي.
د فراه مسوولین وايي، د ٤٠ ميليون افغانيو په لګښت د دغه ولايت مرکز ته د نوري فايبر د غځولو چارې پيل شوې.
غزني کې نن له ۵۰۰ بزګرو او په فراه کې له ۱۶۸۹ کوچیانو سره د نغدو پیسو او کرنیزو توکو مرسته وشوه.
د فراه د کرنې ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د غنمو بیه د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه ټيټه شوې ده.
د فراه ولایت مسوولین وايي، په تېرو درېیو ورځو کې ۴۰ ټانکره بېکیفیته تېل د دغه ولایت له شیخ ابونصر فراهي بندر څخه بېرته ایران ته ګرځول شوي دي.
د فراه ولایت یو شمېر کروندګر وايي، سږ کال یې د هندواڼو حاصلات ډېر شوي خو بازار نه لري چې حکومت باید دې برخې ته پاملرنه وکړي.
د فراه ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، کله چې د ۵۰ کیلوګرامه اوړو بیه ۲۵۰۰ افغانۍ وه نو په نانواييګانو یوه ډوډۍ په ۲۰ افغانۍ پلورل کېده، خو اوس چې د اوړو بیه ۱۶۰۰ افغانیو ته ټیټه شوې نو د ډوډۍ په بیه کې بدلون نه دی راغلی.
فراه (پژواک، ۳ غویي ۱۴۰۲): د فراه یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې د اختر په ورځو کې د ناسمو دودونو او سیالۍ
فراه کې امنیتي مسوولین وايي چې تېره شپه د دغه ولایت په مرکز کې یو کس په ډزو وژل شوی او امنیتي کسانو د دې پېښې په تړاو یو کس نیولی دی.
فراه (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۲): د فراه مسوولین وايي چې د امیرالمؤمنین د فرمان له مخې، د اختر په مناسبت د دغه ولایت له محبسه
د فراه د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، په تېر یوه کال کې د دغه ولایت په مرکز او پنځو ولسوالیو کې پر ۱۴۵۰ جریب ځمکه باغونه جوړ شوي دي.