Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د عدلیې وزارت وايي چې د دغه وزارت تخنیکي پلاوي د کابل ښار د شېرپور سیمې اړوند ځمکو بیاکتنه پیل کړې ده.
د افغانستان مرکزي بانک وایي، د بشري مرستو په دوام د ۴۰ میلیون امریکایي ډالرو بله بسته پرون کابل ته را ورسېده.
لیکوال او سیاستوال محمدزمان مزمل وايي، کودتايي او پر فتحو راغلي حکومتونه که له ولسونو مشروعیت وانه خلي، طبیعي حالت ته نه رسېږي؛ نو ځکه باید د مذاکرې، تفاهم او مشارکت لاره پرانیستل شي.
د سوداګرۍ خونه په تېرو دوو تر درېیو میاشتو کې د ۱۳ سوداګرو له تښتونې خبر ورکوي او ځيني شنونکي دا کار له هېواده د پانګونې د فرار هڅه بولي، وایي څوک چې د پانګونې بهیر زیانمنوي، باید مخه یې ونیول شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، د اسلامي امارت پر ځینو هغو اوسنیو او پخوانیو چارواکو یې د ویزو بندیز ولګاوه چې پر ښځو او نجونو د لګول شوو محدودیتونو مسوول دي.
اقتصادي کمېسیون پرېکړه وکړه چې د کانونو وزارت دې د تخار چاه آب ولسوالۍ د سمتي سیمې د سرو زرو کان داوطلبۍ ته وړاندې کړي او د اوبو او انرژۍ وزارت دې له هندي کمپنۍ سره د ارغستان بند جوړولو قرارداد فسخه او بیا داوطلبۍ ته وړاندې کړي.
د ملي دفاع وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد د پخواني حکومت له ځینو جنرالانو سره په لیدنه کې هغوی ته د امنیت ډاډ ورکړی او ویلي یې دي: «اوس د دې وخت دی چې تېرو زخمونو ته پټۍ ورکړو او تعصب ختم کړو.»
د افغانستان د صنعتکارانو ټولنه له تېرو ۲۰ ورځو راهیسې پر صنعتي پارکونو د برېښنا پرې کېدو خبر ورکوي خو د افغانستان برېښنا شرکت وايي، صنعتي پارکونه به ژر په دوو ګروپونو کې لس – لس ساعته برېښنا ورکړي.
د افغانستان برېښنا شرکت د برېښنا د تولید ځینو پروژو په اړه له تمویلوونکو سره د خبرو پیلېدو خبر ورکوي؛ ځیني متخصصین وايي، حکومت باید نور د بندونو جوړولو لپاره ګاونډیو ته غوږ ونه ونیسي او ژر تر ژره له ترکمنستانه د برېښنا مزي راغځولو پروژه بشپړه کړي.
کابل (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۱): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په هېواد کې د سړې هوا له امله زرګونه خلک د امکاناتو له کمښت
د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلامي امارت د اسراییلي پوځیانو له لوري په فلسطین کې د نهو عامو وګړو وژل کېدل غندي او له نړۍوالو غواړي چې د فلسطینیانو د حقونو ساتنې لپاره غږ پورته کړي.
نړۍوال بانک وايي، په تېر مېلادي کال کې د افغانستان په صادراتو، د توکو د بیو کنټرول، د افغانیو د ارزښت ساتل کېدو او د عوایدو په راټولولو کې ښهوالی راغلی دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن