د کرکټ ملي لوبډله له سريلانکا سره تر سياليو کولو ورسته بېرته هېواد ته راستنه شوه.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سمنګان په مرکز ایبک ښار کې پر دیني مدرسې بريد غندلى او ويلي يې دي، ترهګري د افغانستان او نړۍ سولې او امنيت ته ترټولو ستر ګواښ دى.
د لوړو زدهکړو وزارت وايي، د سړو ولایتونو د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو د خزاني سمستر ازموینې د روانې لېندۍ میاشتې تر ٣٠مې پاى ته رسېږي او له هغه وروسته د کب تر ۱۵مې به رخصت وي.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د ازبکستان وارداتي برېښنا په مزي کې ځینې رغنیزې چارې ترسره کوي چې له امله به یې سبا د سهار له اوو بجو د ورځې تر پایه د کابل په ګډون ۱۲ ولایتونو کې برېښنا پرې وي.
د پژواک ټویټر سپېس ‘تناظر’ خپرونه کې مېلمنو په افغانستان کې د برېښنا کمښت، د مالیاتي قوانینو سختوالی، بانکي محدودیتونه، د ځمکو ورکړې مسئله او د پانګې د امنیت نه تضمین د صنعت او سوداګرۍ لپاره مهمې ستونزې وبللې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، له پاکستاني پلاوي سره په لیدنه کې په پاکستان کې د افغان بنديانو د خلاصون، دواړو هېوادونو ته د مسافرو تلو راتلو لپاره اسانتیاوو برابرولو او د سوداګرۍ په برخه کې پرمختګ او چټکتیا په اړه خبرې کړې دي.
کابل (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د افغانستان مرکزي بانک وایي، د بشري مرستو په دوام کې د ۴۰ میلیون امریکایي ډالرو بله کڅوړه کابل ته
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت د وزیرې حنا رباني کر په مشرۍ د دغه هېواد یو پلاوی کابل ته راورسېد.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، په پراګ کې د افغانستان سفارت له واکمن نظام سره په اړیکه کې دی او هېوادوالو ته اړین خدمتونه وړاندې کوي.
د افغانستان خصوصي سکټور یو ځل بیا له کنګله د افغانستان شتمنۍ د خلاصون غوښتنه کړې او د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وویل، ټول افغانان باید د دغه حق لپاره غږ پورته کړي.
د افغانستان سرپرست حکومت وايي، له پاکستان سره د سرحدي شخړو مخنيوي په موخه د افغانستان او پاکستان یوې ګډې کمېټې کار پیل کړی دی.
د افغانستان څه باندې ۳،۵ میلیارد ډالرو کنګل شوې شتمنۍ صندوق د څارنې بورډ خپله لومړۍ ناسته کې پرېکړه کړې چې دغه پیسې به په کار اچول کېږي، څو ګټه ترې واخیستل شي.