ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پژواک ټویټر سپېس ‘تناظر’: که هېواد کې سیاسي ثبات را نه شي، سوداګري او صنعت وده نه کوي

پژواک ټویټر سپېس ‘تناظر’: که هېواد کې سیاسي ثبات را نه شي، سوداګري او صنعت وده نه کوي

author avatar
1 Dec 2022 - 15:34
پژواک ټویټر سپېس ‘تناظر’: که هېواد کې سیاسي ثبات را نه شي، سوداګري او صنعت وده نه کوي
author avatar
1 Dec 2022 - 15:34

کابل (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۱): د پژواک ټویټر سپېس ‘تناظر’ خپرونه کې مېلمنو په افغانستان کې د برېښنا کمښت، د مالیاتي قوانینو سختوالی، بانکي محدودیتونه، د ځمکو ورکړې مسئله او د پانګې د امنیت نه تضمین د صنعت او سوداګرۍ لپاره مهمې ستونزې وبللې.

هغوی وویل، د امنیت او فساد ستونزه حل شوې، حکومت دې سیاسي ثبات رامنځته کړي او داسې پالیسي دې جوړه کړي چې افغانستان د صنعتي کېدو پر لور بوځي او له ګاونډیو هېوادونو سره اقتصادي اړیکې دې له سره تعریف شي.

دغه بحث تېره شپه د افغانستان پر وخت ماښام پنځه نیمې بجې پیل شوه او دوه ساعته یې دوام وکړ چې ۶۲۶ کسانو په ژوندۍ بڼه واورېد، شپږو مېلمنو په کې د موضوع په تړاو خبرې وکړې.

حکومت دې خصوصي سکټور د خپل اساسي شریک په توګه ومني

د افغان مالدار شرکت بنسټګر نعمت‌الله نعمت وویل، په صنعت او سوداګرۍ برخه کې د برېښنا کمښت، مالیاتي قوانین- چې له ټولنې او چاپېریال سره مطابقت نه لري- د ګاونډیانو پر وړاندې د دولت نه غبرګون، د دولت له خوا له خصوصي سکټور سره د ګډ کار کولو نه اراده، بانکي ستونزې، د ځمکو ورکړه او د جوایزو په ځنډ پروسس مهمې ستونزې دي.

دی وايي: «دغه ستونزې له پخوا راپاتې او اوس هم جدي دي او دا چې د نوي حکومت له جوړېدو راهیسې محدودیتونه لګول شوي، حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی او بانکي ستونزې هم ډېرې شوې، نو له شک پرته چې دغه حالت پر صنعت او سوداګرۍ منفي اغېز لري.»

هغه زیاته کړه، په افغانستان کې د خصوصي سکټور لپاره واضح کړنلاره نشته، مخکني حکومت هم خصوصي سکټور د یوه اساسي سکټور په توګه نه مانه او اوسني حکومت یې هم نه مني؛ خو دا واضح ده چې د هېواد اقتصادي پیاوړتیا د خصوصي سکټور په پیاوړتیا کې نغښتې ده.

د نعمت په وینا، دوی په کندهار کې د خصوصي سکټور د بورډ له ادرسه د دغه سکټور د ودې لپاره د «اسلامي امارت» مشر ته طرحه وړاندې کړې او ستونزې یې ورسره شریکې کړې، خو تر اوسه یې کوم مثبت ځواب نه دی ویلی.

دی غواړي چې دولت باید خصوصي سکټور د اساسي شریک په توګه ومني او د هر اړخیزې پیاوړتیا لپاره ګډ کار وکړي.

د کندهار د صنعتګرو ټولنې د مدیره پلاوي غړي حاجي فیض‌الحق مشکاني هم د صنعت لپاره ۲۴ ساعته برېښنا اړینه بولي او وايي: «که برېښنا کمه وي نو بیا د تولیداتو بیه لوړېږي او څنګه چې مالیاتي قانون د افغانستان له شرایطو سره برابر نه دی، له دې امله د افغانستان صنعت وروسته پاتې شوی دی.»

ده وویل، حکومت دې اعلان وکړي چې کوم سوداګر کوم توکي صادروي، په هماغه برخه کې دې په هېواد کې پانګونه هم وکړي څو پر ځان‌بسیاینه رامنځته شي.

هغه زیاته کړه: «اسلامي امارت دې په مالیاتي قوانینو بیا غور وکړي او هغه مادې دې له منځه یوسي چې پانګه‌وال بې‌زړه کوي، دغه‌راز دې د ځمکو د ورکړې مسایل اسانه کړي.»

د امنیت او فساد ستونزه حل شوې خو د محدودیتونو له امله صنعت ورځ تر بلې زیان ویني

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مشر شېرباز کمین‌زاده بیا وویل: «د افغانستان صنعت نوی دی، موږ هغه حالت ته نه یو رسېدلي چې افغانستان ته صنعتي یا نیمه صنعتي هېواد ووایو، له بده‌مرغه په تېرو څلوېښتو کلونو کې د جګړو له امله په پرله‌پسې توګه صنعت تخریب شوی، د ګاونډیانو هڅو او جنګ له امله مو فابریکې او ټوله زېربنا له لاسه ورکړې ده.»

دی وايي چې اوس د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې د امنیت، فساد او رشوت ستونزه حل شوې، خو د نړۍوالې ټولنې له خوا د محدودیتونو وضع کېدو له امله نوی صنعت ورځ تر بلې زیان ویني.

هغه زیاته کړه، اوس هېواد ته د خامو موادو رالېږدول ستونزمن شوی، که یې واردوي هم نو په لوړ قیمت ورته تمامېږي.

کمین‌زاده زیاتوي: «په صنعت کې د برېښنا، ځمکې، بیمې، بانک او اعتماد مسایل ډېر مهم دي او په مجموع کې دې یوه داسې پالیسي رامنځته شي چې افغانستان د صنعتي کېدو پر لور بوځي.»

ده وویل، د صنعت پیاوړتیا لپاره سوداګرو ته په کار ده چې دغه هېواد خپل وبولي، خپلې شخصي ګټې د ملي ګټو لپاره قربان کړي او له نورو هېوادونو دې پانګې راولېږدوي، خو عام خلک دې هم له خپلو کورني تولیداتو ګټه واخلي.

هغه له حکومت غواړي چې د خصوصي سکټور د پانګو د امنیت تضمین وکړي.

له ګاونډیو هېوادونو سره دې د افغانستان اقتصادي اړیکې له سره تعریف شي

د پوهنتون استاد او د اقتصادي چارو شنونکي قیس محمدي وویل، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ مهمه ستونزه د هېواد لپاره په اقتصادي پلان کې ده.

دی وايي: «هر کله چې د یوه هېواد اقتصاد لپاره سټراتيژیک پلان جوړ شي، نو د هغه له مخې د هر چا مسوولیتونه معلومېږي؛ خو که اقتصادي ستراتيژي جوړه شوې نه وي نو بیا هرڅوک خپلو موخو ته کار کوي، هلې ځلې یو هدف نه تعقیبوي.»

هغه زیاته کړه، اوس د پانګه‌ونې لپاره ماحول برابر نه دی، ځکه پانګه‌وال شکایت لري چې برېښنا نشته، جواز اخیستل ستونزمن دي، د خامو موادو راوړل مشکل دی، بهر ته د پیسو لېږل سخت دي او کله چې په هېواد کې تولید کوي نو ګاونډي هېوادونه ورسره نابرابري کوي او د جنس را واردولو لپاره پانګه‌وال تضمین نه شي ورکولای.

محمدي زیاتوي: «د افغانستان بانکداري نه یوازې پر مخ نه ده روانه، بلکې په شا روانه ده؛ دوه درې کاله مخکې چې کومه ټکنالوژي بانکونو کاروله، نن ورو ورو دغه سیستمونه له کاره لوېږي، کېدای شي په افغانستان بانک کې د مشمولو کسانو شمېره راکمه شوې وي، ځکه بانکولۍ باور له لاسه ورکړی دی.»

د هغه په وینا، د صنعت او سوداګرۍ پیاوړتیا لپاره نه یوازې د مخکنیو سیستمونو ساتنې ته اراده باید و اوسي، بلکې د نوو سیستمونو رامنځته کولو لپاره هم باید په اهدافو کې ځای ورکړل شي.

محمدي وویل، د حاکمیت ساتنې لپاره اقتصادي پايښت مهم دی، که دغه پایښت و نه اوسي نو عواید کمېږي او بې‌وزلي خپرېږي چې له امله یې د جرمونو کچه لوړېږي او بیا خلک د حکومت پر وړاندې پاڅېږي هم.

دی وايي: «افغانستان چې په کومو اجناسو میلیونونه ډالر لګوي، د هغو په اړه دې له ګاونډیو هېوادونو سره خبرې وکړي چې فابریکې یې راولېږدول شي، څو دلته تولید پیل کړي؛ نو په دې سره به افغانستان هم داسې یو حالت غوره کړي چې ګاونډي هېوادونه هېڅکله د افغانستان بې‌ثباتي و نه غواړي.»

د هغه په خبره، له ګاونډیو هېوادو سره د افغانستان اقتصادي اړیکې باید داسې له سره تعریف شي چې د هغوی فابریکې دلته فعالیت وکړي، څو ټول په شریکه په ګټو کې ښکېل شي.

حکومت دې له نړۍ سره تعامل وکړي او د مرکزي بانک مشري دې مسلکي کس ته وسپاري

د پښتني او ملي بانک پخواني رییس عبدالعزیز بابکرخېل وویل، د سوداګرۍ او صنعت ودې لپاره خصوصي سکټور ته لازم امکانات برابرول په کار دي، څو خپله تولید وکړای شي او راکړه ورکړه ولري.

دی وايي: «دا چې پر بانکي سیستم محدودیتونه لګول شوي، له دې امله راکړه ورکړه ځنډنۍ کېږي چې بیا سوداګر ډېر زیانمېږي او بیې هم پورته ځي او دا تاثیر بیا په ټولو هېوادو پرېوځي؛ خو سرپرست حکومت باید د دغه حالت له منځه وړلو لپاره جدي پام وکړي، کنه اقتصاد په لوړه کچه ټکنی کېږي.»

هغه زیاته کړه، په کار ده چې خصوصي سکټور ته کافي برېښنا ورکړل شي، د هغوی د پانګو امنیت خوندي کړي او د صنعت د ودې لپاره حکومت له ډبرو سکرو څخه د برېښنا زمینه برابره کړي.

بابکرخېل زیاتوي: «اوسني چارواکي باید د صنعت او سوداګرۍ پرمختیا لپاره له نړۍ سره ګډه ژبه پیدا کړي، په ټوله دنیا کې مرکزي بانکونه خپلواکي لري او د دغه بانک مشري باید یوه مسلکي کس ته پرېښودل شي، سیاسي کس باید و نه اوسي څو نړۍ ډاډه شي او محدودیتونه لرې کړي.»

ده وویل، سوداګر دې د افغانستان محصولات په ښه شکل او معیاري توګه نړۍ ته وړاندې کړي، نو په دې سره به د نړۍ پام را واوړي.

حکومت که د هېواد پرمختګ غواړي، سیاسي ثبات دې رامنځته کړي

د چارو شنونکي امین‌الله شارق وايي: «که نظام غواړي هېواد ته پرمختګ ورکړي نو په کار ده چې افغانستان صنعت او سوداګرۍ ته ځانګړی پام وکړي؛ خو تر هغه چې دلته سیاسي ثبات رامنځته نه شي، زه فکر نه کوم چې بې‌ثباته سوداګري او صنعت دې د افغانستان اقتصاد پر پښو ودروي.»

د ده په خبره، اوسنی نظام دې پر داسې شرایطو کار وکړي چې ثبات تضمین شي او کله چې باثباتي تضمین شوه، نو بیا دې سوداګرو او صنعت‌کارانو ته ټول شرایط برابر شي.

Visits: 75

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.