چک جمهوریت کې د افغانستان سفارت د امریکا محکمې ته په یوه لیک کې لیکلي چې که امریکا پر خپله پرېکړه ودرېږي، نو د افغانستان د اوسني ضعیف اقتصاد د ماتېدو لامل به شي، کورنۍ جګړې او نورو ګډوډیو ته به لاره هواره شي او افغانستان به یو ځل بیا د نړیوالې ترهګرۍ هدف هم وګرځي.