منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۶ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

نړیوال بانک له افغانستان سره یو میلیارد ډالر مرسته اعلان کړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۵۳ کتنې

کابل (پژواک، ۱۱ کب ۱۴۰): نړیوال بانک په افغانستان کې له لوږې سره د مبارزې، روغتیایي سیسټم جوړېدو او اقتصادي ودې په موخه د یو میلیارد امریکايي ډالرو مرستې اعلان وکړ.

د دغه بانک پر ویبسایټ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د نړیوال بانک اجرائیوي رییسانو تېره ورځ د افغانستان د بیارغونې صندوق (ARTF) تمویل کوونکو او نړیوالې ټولنې په غوښتنه د افغانستان له خلکو سره د یو میلیارد امریکايي ډالرو مرسته تصویب کړه.

د خبرپاڼې له مخې، دغه مرسته به د ملګرو ملتونو اړوند او نړیوالو نادولتي موسسو له لوري په افغانستان کې لګول کېږي.

د سرچینې په وینا، دغه پیسې له هغو مرستو دي چې په تېر کې یې له افغانستان سره ژمنه شوې وه، خو د نوي حکومت په راتګ سره یې ورکړه ځنډېدلې وه.

نړیوال بانک لیکلي چې دغه پیسې به ملګرو ملتونو ته ورکوي، څو په افغانستان کې له لوږې سره د مبارزې، روغتیایي سیسټم جوړېدو، وړتیاوو ساتلو او اقتصادي ودې په موخه وکارول شي.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوال بانک د تېر میلادي کال د ډسمبر په ۱۵مه د افغانستان د بیارغونې له وجهي صندوق څخه ۲۸۰ میلیونه امریکايي ډالره په افغانستان کې د بشري مرستو په موخه یونیسف او د خوړو نړیوال سازمان ته ورکړي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول Uncategorized