ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فرانکو: افغانستان د بهرنيانو د سیاحت لپاره خوندي او ارزانه هېواد دی

فرانکو: افغانستان د بهرنيانو د سیاحت لپاره خوندي او ارزانه هېواد دی

author avatar
1 Mar 2022 - 10:44
فرانکو: افغانستان د بهرنيانو د سیاحت لپاره خوندي او ارزانه هېواد دی
author avatar
1 Mar 2022 - 10:44

کابل (پژواک، ۹ کب ۱۴۰۰): یوه ځوان کاناډایي، د افغانستان ۱۸ ولایتونو ته له ستونزې او وېرې پرته سفرونه کړي، وایي اوس افغانستان د بهرنيو سيلانيانو لپاره خوندي هېواد دی.

په افغانستان کې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې جګړه روانه وه، خو دغه اوږده او خونړۍ جګړه د روان کال د زمري میاشتې په وروستیو کې وروسته له هغه ودرېده چې تېر حکومت له منځه ولاړ او ځای یې اوسني سرپرست حکومت ونیو. نوی سرپرست حکومت تر اوسه کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

فرانکو، تر یاد تحول وروسته افغانستان ته د راتګ لپاره زړه ښه کړی او د دغه جګړه ځپلي هېواد ۱۸ ولایتونو ته یې سفرونه کړي دي.

د پژواک خبري اژانس خبري ډله له فرانکو سره د کابل ښار ځینو سیمو ته تللې او له هغه یې پوښتلي چې افغانستان ته د خپل سفر د څرنګوالي او د افغانانو د ژوند او کلتور په اړه معلومات ورکړي او ووایي چې اوس افغانستان د ګرځندويي لپاره څومره مناسب دی؟

د پژواک خبریال او دغه بهرني ګرځندوی د تېرې پنجشنبې په سهار د کابل ښار په څنډه کې د قرغې تفریحي سیمې ته ولاړ.

د قرغې په غونډیو کې واورې تازه اوبه شوې وې او پر خټینې ځمکې تګ ستونزمن و، خو فرانکو د دې سیمې له لیدو خوښ ښکارېده، د قرغې د بند اوبو ته – چې نیمايي یې یخک شوې وې- اشاره وکړه او ویې ویل دا یې لومړی وار دی چې داسې ښکلې سیمه ګوري.

فرانک وویل:”زه هیله لرم چې ټوله نړۍ او مختلف هېوادونه وګورم، له بېلابېلو کلتورونو او تمدنونو څخه لیدنه وکړم؛ چین، مصر، روانډا او ایتوپیا ته تللی یم، د روان کال په سپټمبر او اکتوبر کې په پاکستان کې وم، وپوهېدم چې افغانستان کې جګړه ختمه شوې او سوله راغلې، نو ځکه دلته راغلم.”

دی وايي، په پېښور کې یې د افغانستان له قونسلګرۍ د سیاحت ویزه اخیستې، د تورخم له لارې کابل ته راغلی او په دوو میاشتو کې یې د هېواد ۱۸ ولایتونو ته سفرونه کړي دي.

خو هغه له یادو ولایتونو د کابل، پنجشیر، بامیان، بلخ، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، نیمروز، هلمند، پکتیا او کندهار نومونه یاد کړل.

“د افغانانو ډېره مېلمه پالنه حیرانونکې ده”

فرانکو وویل چې د نیمروز پراخې دښتې، د بامیانو له واورو ډک غرونه او د نورو سیمو ځانګړې منظرې به یې هیڅکله هېرې نه شي.

دی وايي:”زما د خوښې ځای نیمروز و، نیمروز ته له تللو مخکې مې دا تمه نه وه چې هلته ورشم، هلته د دوبۍ په څېر ښکلې دښتې دي، شګلنه صحرا ده، دوی په دښته کې ډېرې زړې کلاګانې لري.”

هغه زیاته کړه چې په خپل دې سفر کې یې د افغانستان له مختلفو قومونو لکه بلوڅو، پښتنو، تاجکو، ایماقو، هزاره او اوزبکو سره کتلي دي.

د فرانک په وینا، د افغانانو له خوا د بهرنیانو ډېره میلمه پالنه ورته حیرانونکې ده.

ده وویل:”هرکله چې زه په کندهار، بلخ، هرات او نیمروز کې په موټر کې چېرته تللم، زما څنګ ته مسافر به رانه پوښتنه کوله، ایا ته د اوسېدو ځای لرې چې ورځې، که نه نو زه خپل کور ته بلنه درکوم.”

هغه وايي، په کندهار کې یې د پښتنو دودونه پېژندلي چې څنګه د واده مراسم لري، په مزار شریف کې یې د بزکشي لوبه لیدلې چې ورته خورا په زړه پورې وه او کله چې په نیمروز کې و، بلوڅي خوړو او په صحراوو کې د اوښې د شېدو له څښلو یې خوند اخیستی.

فرانک زیاته کړه چې د خپل سفر پر مهال یې د افغانستان له ملي ژبو پښتو او دري ځينې کلمې هم زده کړې دي.

هغه وایي، په پښتو کې یې زده کړي چې «څنګه یې جوړ یې او په خیر یې؟ خوراک خوندور دی. اوبه هم ویلی شم»

ده زیاته کړه چې په درې کې یې د «تشناب او تشکر» کلمې زده کړې دي.

افغانستان د بهرنيانو د سیاحت لپاره خوندي او ارزانه هېواد دی

په افغانستان کې له کلونو جګړې وروسته اوس دا هېواد د بهرنیو ګرځندویانو لپاره څومره مناسب دی او که څوک دلته چکر ته راځي څومره لګښتونه به پرې راشي؟

فرانک په داسې حال کې چې د پژواک له خبریال سره د قرغې په اوبو کې په وړې کښتۍ کې ګرځېد، په دې اړه وویل:”د نړۍ ګرځندویان دې د افغانستان په اړه د هغو خلکو خبرې نه اوري چې هیڅ وخت دلته نه دي راغلي، که پیسې او وخت لري افغانستان ته دې راشي او له افغانانو سره دې وویني، او د هغو کسانو کیسې دې واوري چې دلته ژوند کوي.”

دی بهرنیانو ته په خطاب کي وایي: “مه وېرېږئ، دا مهال زما د تجربو له مخې افغانستان د بهرنيو سيلانيانو لپاره يو خوندي هېواد دی، زما تجربه ښيي چې زه په بشپړ ډول خوندي یم، نو مه وېرېږئ، دلته راشئ او خوند واخلئ.”

هغه وايي، افغانستان د ګرځندويي لپاره ډېر مناسب دی؛ ځکه تاریخي ځایونه او اثار لري، د بېلګې په توګه په غور کې جام منار، چې ۸۰۰ کاله لرغونتوب لري او د معمارۍ یوه ښکلې نمونه ده، په هلمند کې بُست کلا، په کابل کې بالاحصار او په هرات کې هم بالاحصار شته، چې په زړه پورې او د لیدو وړ ځایونه دي.

دی افغانستان ته د سفر د لګښتونو په اړه وایي:”د سیاحت لګښت په سفرکوونکي پورې تړلی، که څوک مجللو ځایونو کې اوسېدل غواړي، سرینا هوټل یا انټر کانټینینټل ته دې ځي، چې هلته یوه شپه په سل ډالر ده، خو زه ارزانه ژوند کوم، په ورځ کې له لسو تر ۱۵ ډالرو پورې لګښت کوم.”

“د هیڅ ګواښ او وېرې احساس مې نه دی کړی”

فرانک وویل، افغانستان ته له راتلو مخکې لږ وېرېده، ځکه له رسنیو یې د جګړې، بېوزلۍ او ترهګرۍ په اړه منفي ګونګوسې اورېدلې وې، خو په حقیقت کې داسې هیڅ نشته.

دی وايي:”د بهرني سیاح په توګه ما هیڅ خطر احساس نه کړ او هیچا له ما څخه د غلا کولو هڅه نه ده کړې.”

د روان کال مرغومي په ۲۴ مه د فراه ولایت په فراه رود ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو له لوري د تلاشۍ پرمهال د ده نیول کېدو خبر خپور شو.

فرانک وویل، هغه یوه غلط فهمي وه، پولیسو هیڅکله د ده په څېر سیاح نه و لیدلی؟ ځکه یې د پلټڼې لپاره درې شپې تر څار لاندې ونیوه او دا معمول ده.

دی وايي، ولچکې یې نه دي وراچولي، درناوی یې ورته کړی او ان د هیڅ شي پېرلو ته یې نه دی پرې ایېښی او هر څه یې وړیا ورکول.

هغه زیاته کړه، کله چې یې کابل کې د کورنیو چارو وزارت له مسوولینو سره خبرې وشوې او وپوهېدل چې دی ګرځندوی دی نو وروسته له هغه یې ازاد کړ.

د فرانسوا پارادېس پلار جینز فرانسوا ګارنیو (Jean-Francois Garneau) پژواک ته په استولي ويډيويي پیغام کې ویلي چې افغانستان کې یې زوی ته اندېښمن و، خو کله یې چې د زوی له خوا د افغانانو په اړه واورېدل نو ډاډمن شو او وپوهېد چې افغانان سوله غوښتونکي خلک دي او زوی ته یې زیان نه رسيږي.

هغه ټولو افغانانو ته خپلې نیکې هیلې ډالۍ کوي او وایي، له ټولو هغو خلکو مننه کوي چې افغانستان کې یې د ده له زوی سره مرسته کړې ده.

Visits: 1508

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.