په کابل کې د چین سفیر وايي، د چین یو رېل ګاډی چې له افغانانو سره د مرستې په موخه ۷۳۰ ټنه غنم په کې بار دي، د افغانستان پر لور حرکت کړی دی.
. . .
میدان وردګو ولايت کې د اقتصادي ستونزو له امله د تجلا په نوم خصوصي راډیو خپل نشراتي فعالیت بند کړ.
د کابل امنیه قوماندانۍ وايي چې د یوه تن د وژلو، د ۳۰ موټرونو او ۱۰۰ موبایلونو د غلا په تور یو کس نیولی دی.
د افغان مېرمنو په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري وايي که د افغانستان سرپرست حکومت نړیوال مشروعیت غواړي، باید د افغانانو بشري حقونو ته درناوی وکړي.
د ژورنالیستانو نړیوال فدراسیون وايي، په افغانستان کې له سياسي بدلون وروسته، ۳۱۸ رسنیو خپل کار درولی دى.
د زندانونو چارو د سمون اداره وايي چې کابل کې له ښځینه زندان څخه د یوه پلاوي له ارزونو وروسته، ١۴ ښځینه بندیانې آزادې شوې دي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزير وايي، د افغانستان په کومو کانونو کې چې چین پانګونه کړې کار کې یې باید لازمه چټکتیا راشي.
د نوي حکومت لهخوا لومړنۍ ټاکل شوې رییسه ډاکټره ملالۍ فیضي وایي، باوري ده چې ورو، ورو حکومت کې د ښځو ګډون ډېریږي او دا – چې اوس د ملالۍ زیژنتون مشره ده- هڅه کوي چې د دغه روغتون اړتیاوې پوره کړي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي چې د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې په کابل کې د ټرویکا د غړو هېوادونو غونډه جوړېږي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم او د زېربناوو په برخه کې له پاکستانه د مرستې غوښتنه کړې ده؛ وایي که پاکستان انټرنېټ په لوړه بیه پلوري، افغانستان اړ دی چې له نورو هېوادونو یې وپېري.
د افغانستان سرپرست حکومت د ډیورنډ پر فرضي کرښه د پېښو شویو ستونزو حلولو لپاره یوه کمېټه جوړه کړه، تر څو پر دغې کرښې ستونزې لویې او د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر جنجال بدلې نه شي