کابل (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۰): د کابل امنیه قوماندانۍ وايي چې د یوه تن د وژلو، د ۳۰ موټرونو او ۱۰۰ موبایلونو د غلا په تور یو کس نیولی دی.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي چې شاهدالله چې په کاراو باندې مشهور دی- د غلا، لارنیونې او قتل په قضيو کې د ښکېلتيا په تور د اتمې حوزې د امنيتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
دی وايي: «دغه کس په لومړنيو تحقيقاتو کې د ۳۰ موټرونو او ۱۰۰ موبايلونو په غلا کولو، د ۱۰ تنو په چاقو وهلو او د يوه تن په وژلو اعتراف کړی دی.»
هغه زیاته کړه، له ياد تورن شخص سره په ذکر شوو جرمونو کې، څلور تنه نور هم ملګري دي چې دوه تنه یې د دوی تر تعقیب لاندې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن