Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د سرپرست ډاکټر قلندر عباد په مشرۍ پلاوی د «جي۵» کنفرانس کې د ګډون په موخه ایران ته تللی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په سوډان کې د بند پاتې افغانانو له ډلې ۴۳ کسان د اریانا افغان هوايي شرکت په مټ هېواد ته راستانه شول.
پخواني ولسمشر کرزي او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستې او ښځو ته د کار پر حق ورکولو د ټینګار ترڅنګ، افغانستان کې د تلپاتې ثبات لپاره ملي ډیالوګ اړین بللی دی.
ځيني هېوادوال د هوايي شرکتونو ټیکټونو له لوړو بیو سر ټکوي او د راټیټېدو غوښتنه یې کوي؛ خو د ملکي هوايي چلند اداره وایي، بیې یې یو څه راټیټې کړې دي او وروستۍ بیې به له ارزونې وروسته وټاکي.
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، جاپان په افغانستان کې د ساري ناروغیو مخنیوي لپاره له دغه سازمان سره د یو میلیون ډالرو مرسته اعلان کړه.
یوه معلول افغان لامبو وهونکي عباس کریمي د امریکا د «ورلډ سریز» په نړۍوالو سیالیو کې د سرو زرو مډال وګاټه.
ملګري ملتونه وايي چې د هېوادونو له ځانګړو استازو سره د دغه سازمان د سرمنشي راتلونکې غونډه د افغانستان سرپرست حکومت د پرسمیت پېژندنې لپاره نه، بلکې افغانستان کې د ستونزو هواري لپاره ترسره کېږي.
د کابل ښار ځیني هټۍوال وایي، د ښاروالۍ له خوا ټاکل شوې بیې مناسبې نه دي، خو ښاروالي وایي چې د توکو بیې د اصنافو استازو په شتون کې ټاکل شوې او ښاروالۍ یې کنټرولوي.
. . .
ډېرو افغانانو پر خواله رسنیو په افغانستان کې د «سرطان مجهز روغتون» جوړولو کمپاین پیل کړی دی؛ د سوداګرۍ خونه يې هم ملاتړ کوي او د لوګر ټرانسپورټي شرکت د دغه روغتون جوړولو لپاره سل زره ډالر مرسته اعلان کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وایي، په تېرو شلو میاشتو کې له هېوادونو سره اړیکې او تعامل ښه وو او هیلهمن دی چې شته ستونزې هم په تدریج سره حل شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن