ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرطان مجهز روغتون جوړولو کمپاین؛ یوه افغان سل زره ډالر مرسته اعلان کړه

د سرطان مجهز روغتون جوړولو کمپاین؛ یوه افغان سل زره ډالر مرسته اعلان کړه

کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۲): ډېرو افغانانو پر خواله رسنیو په افغانستان کې د «سرطان مجهز روغتون» جوړولو کمپاین پیل کړی دی؛ د سوداګرۍ خونه يې هم ملاتړ کوي او د لوګر ټرانسپورټي شرکت د دغه روغتون جوړولو لپاره سل زره ډالر مرسته اعلان کړې ده.

جاوېد ابراهيمي چې په هېواد کې له اړو او بې‌وزلو خلکو سره مرسته کوي، دوه ورځې مخکې پر خپلې فسبوک‌پاڼې د یوه ویډيويي پیغام له لارې د هېواد پر ټولو پاڼګه‌والو، د کرکټ پر ځینو ملي لوبغاړو او  خیریه بنسټونو غږ کړی چې په افغانستان کې د سرطان مجهز روغتون جوړولو لپاره اقدام وکړي.

هغه وايي: «دغه کار په یوازې ځان مشکل دی، ځکه دا یوه ملي پروژه ده؛ پر ټولو هغو افغانانو چې د وطن د خیر فکر ورسره دی، غږ مې دا دی چې د دغه خیر په کار کې راسره ملګري شئ.»

نوموړې زیاته کړې، په افغانستان کې د سرطان مجهز روغتون په اړه له غږ کولو وروسته ګڼو افغانانو د مرستې ډاډ ښودلی.

ابراهیمي زیاتوي: «یوې خور راته پیغام کړی، وايي چې د خپل لاس طلايي بنګړي به خرڅ کړم خو له تاسو سره به د دغه کار لپاره مرسته وکړم.»

هغه وايي، د سرطان روغتون جوړولو لپاره ډېرو امکاناتو ته اړتیا ده او په کار ده چې په اړه یې ملي کمپاین وشي او روغتیا وزارت دې د ځمکې او ځای برخه کې مرسته وکړي.

له دغه کمپاین پیلېدو وروسته ډېرو افغانانو پر خواله رسنیو د مرستې کولو ژمنه کړې او د روغتون د عملي کار د پیل غوښتنه کوي.

د لوګر ټرانسپورټي شرکت مشر ګلریز شیرزاد پر خپلې فسبوکپاڼې هېواد کې د سرطان ناروغۍ روغتون جوړونې په پار د یاد کمپاین پر پیلېدو خوښي ښودلې او د دغه شرکت له خوا یې د دغه روغتون جوړولو لپاره سل زره امریکایي ډالر مرسته اعلان کړې ده.

هغه ویلي، دا مرسته به د روغتون د ځای، مشخصاتو او جوړونې پلان تر ارزونې وروسته بااعتباره کمېټې ته ورکړي او د نورو همکاریو په تړاو به بشپړې خبرې وکړي.

د حماس خیریه بنسټ مشر عبدالهادي حماس نن پر خپلې فسبوکپاڼې لیکلي: «دا چې د سرطان بدمرغه ناروغي هر کال زموږ د زرګونو هېوادوالو ژوند اخلي، خو که پر وخت یې تشخص وشي نو درملنه یې شونې ده، له همدې امله د خپل بنسټ له خوا د یو میلیون افغانیو مرستې اعلان کوم.»

هغه وايي، له عدلیې وزارت سره له ۲۵۰ ډېر خیریه بنسټونه ثبت شوي، که هر بنسټ د یو – یو میلیون افغانۍ مرسته وکړي، نو ۲۵۰ میلیونه افغانۍ کېږي چې د روغتون مجهزه ودانۍ پرې جوړېدای شي.

د البرهان خیریه بنسټ هم ویلي چې په یاد کمپاین کې خپله برخه مرسته کوي.

دغه‌راز یو شمېر کسانو د کرکټ ملي لوبډلې پر لوبډلمشر راشدخان – چې د هندوستان، پاکستان او نورو هېوادونو په سوداګریزو لوبو کې په لوړه بیه لوبېږي- غږ کړی چې له خپلو نړۍوالو ملګرو وغواړي څو په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ مخنیوي لپاره یو روغتون جوړ شي.

په خواله رسنیو کې یو لیک لاس په لاس کېږي چې د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ته لیکل شوی دی.

په دغه لیک کې راغلي: «کرکټ يوه دوره لري چې لاړه بيا لاړه، خو دا شهکاري به دې یاد او تر قرنونو خلک په زړونو کې ساتي؛ هله نو، زموږ سترګې تاته دي!»

بلخوا، د عطا خیریه بنسټ مشر عطاالله شګیوال هم د یوه وېډیويي پیغام له لارې له حکومته غوښتي چې د دوی بنسټ ته دې د زړه ناروغۍ ځانګړی او معیاري روغتون جوړولو لپاره ځمکه ورکړي.

هغه وايي، داسې یو ځای وي چې د ټولو ولایتونو خلک ورته اسانه لاسرسی ولري.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په هېواد کې د سرطان ناروغۍ درملنې روغتون جوړولو کمپاین ستايي او خپله هم همکاري ورسره اعلانوي.

ډاکتر سردارولي وزيري بیا پر خپلې فسبوکپاڼې لیکلي: «دا چې له څو ورځو راهیسې د بااحساسه ځوانانو له لوري د قلبي او سرطان ناورغيو لپاره د نوي روغتون جوړولو خبره کېږى، دا نظر عالي دی او واقعا اړتيا هم لرو، که لومړيتوبونه درک شي دا بيا تر دې هم عالي نوښت دی.»

نوموړی وايي، تر دې مخکې په ننګرهار کې د ختيځ روغتيايي کمپلکس په نوم د يوه زر بستريز روغتون ډېرې چارې پر مخ تللې دي.

هغه زیاته کړه، ځمکه ورته په کافى اندازه ورکول شوې، شاوخوا ۹۰ سلنه ساختماني چارې يې بشپړې شوې او يوازې کمه اندازې پاتې، ساختماني چارې یې تکميل، وسايل او تمويل غواړي.

هڅه مو وکړه چې د سرطان ناروغۍ د درملنې روغتون جوړېدو په اړه د عامې روغتیا نظر هم واخلو خو تر اوسه یې ځواب نه دی ویلی.

Visits: 9249

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.