Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د لغمان امنیه قومانداني وایي، نن سهار د کابل ــ جلالاباد پر لویه لاره د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ په محمدعلي کڅ سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او پنځه نور ټپیان دي.
ستره محکمه وايي، په لغمان ولایت کې یوه مجرم او دوو تورنو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
لغمان کې یو شمېر سوداګرې میرمنې له حکومته غوښتنه کوي چې په دغه ولایت کې دې د ښځو ځانګړي سوداګریز مارکېټ د جوړولو درېدلې چارې بېرته پیل کړي.
د لغمان امنیه قومانداني وایي، د کابل ــ جلال اباد په لویه لار کې د درېیو بیلابیلو ترافیکي پیښو له امله یوه تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵۲ نور ټپیان دي.
سېمهییز چارواکي وایي، په نورستان ولایت کې ۴۲ کیلو متره دسړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د اوبو او برېښنا وزارت وایي، د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د اته میلیون امریکایي دالرو په لګښت د شاهي کانال پروژې د لومړي فاز چارې پیل شوې.
د لغمان د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست وایي، د دغه ولایت په مرکز مهترلام ښار کې داخلي بېځایه شوو، بېرته راستنو شوو او نابینایانو لپاره یو ښوونیز مرکز جوړ او نن پرانیستل شو.
د لغمان ولایت سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت قرغیو ولسوالۍ اړوند قلعه ټکه نواباد سیمه کې ۱۴ کورنیو د «پیریانو» له لاسه خپل کورونه پرېیښي دي.
د لغمان امنیه قوماني وایي چې په دغه ولایت کې تښتول شوی یو ماشوم یې له تښتوونکو ژغورلی او د تښتولو په تړاو یې د یوې ښځې په ګډون ۱۱ کسان نیولي دي.
لغمان کې ځايي مسوولین وایي، د دغه ولایت مرکز او درېیو ولسوالیو کې د تېرې ورځې او شپې ورښتونو او سېلابونو له امله څلورو کسانو ته مرګژوبله اوښتې، سلګونه جریب کرنیزه ځمکه تخریب شوې او نږدې ۵۰ کورونو زیانمن شوي دي.
د لغمان د کډوالو چارو ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز مهترلام کې یې ۳۰ نابینا مېرمنو ته د زدهکړو مرکز پرانیستی چې د زدهکړو ترڅنګ به دوه وخته خواړه او میاشتنۍ پیسې هم ورکول کېږي.
د لغمان د مرکز مهترلام اړوند د الیشنګ کلي یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دغه کلي د برېښنا پروژې یوازې ۲۰ سلنه چارې له درېیو کلونو راهیسې نیمګړې پاتې دي چې له امله یې شاوخوا درې زره کورنۍ برېښنا نه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP