Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د لغمان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن ژوند له لاسه ورکړی دی.
د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې نن د ځايي خلکو په شخصي لګښت د یوه ۳۰ متره پل د جوړېدو چارې پیل شوې چې اووه اعشاریه دوه میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې کېږي.
د لغمان سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په الینګار او قرغیو ولسوالیو کې ۸۰۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل شوه.
د لغمان سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز مهترلام کې د څه باندې ۱۱ میلیون افغانیو په ارزښت د یوه استنادي دیوال د جوړېدو چارې پیل شوې.
د لغمان سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په بادپښ ولسوالۍ کې د ۱۷ میلیون افغانیو په لګښت یو روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د لغمان سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز او دوو ولسوالیو کې له کډوالۍ تازه راستنو شوو ۲۱۱ کورنیو ته د دایمي استوګنې په موخه جوړ شوي کورونه وسپارل شول.
د نورستان سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز پارون او دوو ولسوالیو کې یې د ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت نږدې درې سوه هکتاره ځنګلونه بیا احیا کړي دي.
د لغمان امنیه قومانداني وایی، د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله درېیو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د لغمان سیمهییز مسوولین وایی، د دغه ولایت په مرکز او دوو ولسوالیو کې له ۷۵ اړمنو مېرمنو سره د کورني اقتصاد د پیاوړتیا په موخه د خیاطۍ د وسایلو مرسته وشوه.
د لغمان د امنیې قومانداني مسوولین وایی، نن له غرمې وروسته د مرکز مهترلام اړوند مشهخیلو سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
د لغمان د کرنې ریاست مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په مرکز مهترلام او پنځهګونو ولسوالیو کې د مېوهلرونکو او بېمېوې نیالګیو د اېښودلو لړۍ پیل شوه چې په ترڅ کې به یې یو میلیون نوي نیالګي کېښودل شي.
د نورستان سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو کې د نهه میلیونه افغانیو په لګښت ۲۵۰ شنې خونې جوړې او نن ګتې اخیستنې ته وسپارل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP