ژبه

د لغمان عامې روغتیا ریاست سره د ۸۳ زره ډالرو په ارزښت د درملو او طبي وسایلو مرسته وشوه

<p style="text-align: justify;">مهترلام (پژواک، ۵ غویي ۱۴۰۴): د لغمان سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د ژغورنې نړۍوالې کمېټې (ای‌ارسي) په مالي ملاتړ د دغه ولایت د عامې روغتیا له ریاست سره د ۸۳ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د درملو او طبي وسایلو مرسته وشوه.</p>

<p style="text-align: justify;">د لغمان د والي ویاند عبدالمالک نیازی پژواک اژانس ته وویل چې تېره ورځ یې د ژعورنې نړۍوالې کمیټې په مالی ملاتړ د دغه ولایت د عامې روغتیا له ریاست سره د ۸۳ زره امریکایی ډالرو په ارزښت د ۸۲ قلمه درملو او ۱۶ قلمه طبي وسایلو مرسته کړې.</p>

<p style="text-align: justify;">د نیازي په وینا یاد درمل او طبي وسایله به د مهترلام پر ولایتي روغتون سربېره د پنخه‌ګونه ولسوالیو روغتیایي مرکزونو ته هم ولېږدول شي.</p>