Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لغمان بادپښ کې خلک د برېښنا رسولو یوې پروژې د پاتې پنځه سلنه چارو بشپړېدو غوښتنه کوي

مهترلام (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۴): د لغمان د بادپښ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دې ولسوالۍ ځینو کلیو ته د برېښنا رسولو پروژه چې چارې یې د تېر حکومت پر مهال ۹۵ سلنه ترسره شوې، بشپړه شي.

د لغمان د بادپښ ولسوالۍ د اندروړ سیمې اوسېدونکي او قومي مشر  ملک فیض‌محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د مخکني حکومت پر مهال د دې ولسوالۍ یو شمېر کلیو ته د برېښنا رسولو یوې پروژې چارې ۹۵ سلنه ترسره شوې خو د ځینو دلایلو له مخې ولاړې دي چې باید بشپړې شي.

هغه زیاته کړه، په اندروړ سیمه کې د ۱۴ کلیو لپاره څلور ترانسفرمرونه لګېدلي، پایې درول شوې او لینونه هم په‌کې غځېدلي خو دا چې برېښنا نه ‌لري، ګټه نه شي ترې اخیستلی او ورځ په ورځ د ویجاړېدو په حال کې دي.

دغه راز، د شاه‌ګلیانو سیمې اوسېدونکي ملک خیال‌محمد وویل، د دوی په سیمه کې شاوخوا ۴۰ پایې نصب شوې، د لینونو غځول او تخنیکي کارونه یې هم ترسره شوي، خو په خبره یې چې تر اوسه ورته برېښنا نه ده وصل شوې.

د هغه په خبره: «نور ټول کارونه یې خلاص دي، حکومت دې موږ ته صرف د مېترونو وېش پیل کړي.»

همدارنګه د ګړوچ سیمې اوسېدونکي عبدالله وویل، دوی یوازې د برېښنا وصلېدو او د مېترونو د وېش امر ته منتظر دي؛ ځکه په سیمه کې یې د برېښنا شبکې ټولې چارې پای ته رسېدلې دي.

ورته مهال، د لغمان د برېښنا ریاست مسوولین د بادپښ ولسوالۍ د برېښنا شبکې د چارو ځنډېدو ستونزه مني خو هیله ښيي چې د روان کال په اوږدو کې به یې پاتې چارې بشپړې او یادې ولسوالۍ ته به برېښنا وصل کړي.

د لغمان د برېښنا رییس مولوي عمرګل نایب پژواک خبري اژانس ته وویل، په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د افغانستان د برېښنا شرکت له لوري په بادپښ کې  د سل میلیون افغانیو په لګښت د برېښنا شبکې د جوړېدو چارې پای ‌ته رسېدلې چې ۲۲ ترانسفرمرونه په‌کې نصب او ۶۰ کیلومتره مزي یې هم غځول شوي دي.

د هغه په خبره، یوازې د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ اړوند په اوزبین سیمه کې د کابل برېښنا ریاست له خوا کارونه په ټپه ولاړ دي.

نوموړي وویل، که‌ د کابل برېښنا شرکت په یاده سیمه کې د برېښنا اړوند پاتې کارونه بشپړ کړي، دوی چمتو دي چې پّ بادپښ کې د برېښنا د وېش عملي چارې پیل کړي.

نوموړي په مشخص ډول ونه ویل چې هلته یې کارونه ولې او په کومه کچه له ځنډ سره مخ شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.