Language

لغمان کې د تندر غورځېدو پېښه کې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي دی

مهترلام (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۴): د لغمان سیمه‌ییز  مسؤولین وایي چې د مهترلام ښار اړوند سیمه کې د اسماني تندر غورځېدو له امله یو کس ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپی دی.

د لغمان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي رئیس قاري خیرمحمد غازي پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دغه پېښه ننمازیګر شاوخوا ۶ بجې د مهترلام ښار د ده‌زیارت په کلي کې شوې ده.

هغه زیاته کړه دغه تندر پر یوه کور راغورځېدلی چې یو تن په کې ځای پر ځای وژل شوی او یو بل تن ټپي شوی.

هغه وایي چې ټپي د مهترلام ښار ولایتي روغتون ته لېږدول شوی دی.