Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
دایکنډي کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز نیلي ښار کې د روږدو درملنې لپاره یو ۲۰۰ بستریز روغتیایي کمپ جوړ شوی دی.
د دایکنډي د کډوالو او راستنېدونکو چارو امریت وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې کډوالو، داخلي بېځایه شوو او بېوزلو ته ۶۵ کورونه جوړیږي.
د دایکنډي ولایت د پاتو ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي مخابراتي خدماتو ته د نه لاسرسي له امله شکایت کوي او وایي، د ټیلیفوني اړیکو ټینګولو برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
دایکنډي کې یو شمېر ښځې چې په انلاین ډول یې د ارایشي محصولاتو پلور ته مخه کړې، وایي، توانېدلې چې له دې لارې د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کړي.
د دایکنډي د شهرستان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي چې په خپل شخصي لګښت یې د دې ولسوالۍ په کجپیتاب سیمه کې د څه باندې شپږ کیلومتره سړک جوړولو چارې پیل کړې دي.
دایکنډي کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په اشترلي ولسوالۍ خلکو په شخصي لګښت ۵،۵ کیلومتره سړک جوړ کړی دی.
دایکنډي کې یو شمېر کروندګر د انجې کښت ډېروالي او ترویج له امله خوښي څرګندوي او وايي، د دغه ولایت اقلیم ته په کتو د انجې کښت ښه نتیجه ورکوي او دوی توانېدلي چې له دغه طبي بوټي ښه حاصل ترلاسه کړي.
دایکنډي کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په اشترلي ولسوالۍ کې خلکو په خپل شخصي لګښت ۲۲ کیلومتر سړک جوړ کړی دی.
دایکنډي کې ځايي مسوولین وايي چې له تېر یو نیم کال راهیسې د دغه ولایت د بېلابېلو ولسوالیو اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت ۴۶ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړې دي.
دایکنډي کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کیتي ولسوالۍ کې د نجونو یوې لېسې ۷۹ زدهکوونکې او ښوونکې مسموم شوې دي.
د دایکنډي د پوهنې ریاست وایي، د دغه ولایت په میرامور ولسوالۍ کې د خلکو په شخصي لګښت د یوه لومړني ښوونځي ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د دایکنډي ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په کیتي ولسوالۍ کې د دوو ښوونځيو د ودانیو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP