Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
پروان کې ورزشي مسوولین وايي، دوه اونۍ مخکې د دغه ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې د کوچني اختر په مناسب د کرکټ پیل شوې سیالۍ نن د «قلاتک» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د پروان ولایت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د کوچني اختر والیبال سیالۍ چې د ۱۸ لوبډلو په ګډون ترسره شوې، د میته ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
ځایي مسوولین وایي چې نن د کاپیسا د باغدرې برېښنا بند د امکان سنجۍ، جیوفزیک او جیوتخنیک مطالعات د عینک مسو قراردادي چینایي کمپنۍ له خوا پیل شول.
د پروان سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ درې کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.
د پروان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په سیدخیلو ولسوالۍ کې هغه څلور کسیزه ډله له پولیسو سره نښته کې له منځه وړل شوي چې «د مجاهدینو او امنیتي ځواکونو په نوم یې غلاوې کولې.»
د پروان امنیه قومانداني وایي، د سالنګ ولسوالۍ اړوند سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه تن ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپیان دي.
د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام د کرکټ لساوریزې سیالۍ پيل شوې.
د کاپیسا سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د یوه کور چت لوېدو له امله یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او درې کسان ټپيان شوي دي.
د کاپیسا سیمهییز مسوولین وایي، ناپېژانده کسانو د دغه ولایت په حصهاول ولسوالۍ کې یو ۱۵ کلن سلمان په ډزو وژلی دی.
سیمهییز مسوولین وایي، د پروان ولایت په سیاهګرد ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال پیل شوې سیالۍ «د اتحاد سیاهګرد» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د پروان امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې یې د غلا او یوه موټرچلوونکي د قتل په تور یوه شپږ کسیزه ډله نیولې ده.
سږ کال پروان کې د ۲۰۰ نوو جوړو شوو دیني مدرسو له ډلې، د دغه ولایت د بګرام ولسوالۍ په خانقاه کلي کې خلکو په خپل شخصي لګښت یوې دیني مدرسې ته د ودانۍ جوړولو چارې پیل کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP