Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت مسوولین وايي، د سالنګ لویه لاره پرون شپه نږدې لس بجې د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست مسوولین وايي، د سالنګ لویه لار چې یکشنبه ماسپښین د واورې ورېدلو او توپان له امله بنده شوې وه، د مسافروړونکو موټرونو پر مخ خلاصه شوه.
د پروان امینه قومانداني وايي، د امنیت ټینګښت او جنایي جرمونو مخینوي په موخه یې د چاریکار ښار بېلابېلو سیمو کې ۳۰۰ امنیتي کمرې لګولې دي.
د پروان د عامې روغتیا ریاست وایي، تېره شپه د دغه ولایت په مرکز کې د یوه روغتیايي مرکز په ودانۍ کې د برېښنا شارټي له امله اورلګېدنه رامنځته شوې چې میلیون افغانۍ زیان یې اړولی دی.
مسوولین وايي چې د سالنګ لویه لار د واورې ورېدو له امله د ټېلري موټرو پر مخ تړل شوې خو نور باروړونکي او مسافروړونکي موټر کولای شي تګ راتګ وکړي.
د پروان امنیه قومانداني وايي چې تېره ورځ دغه ولایت کې یو کس د چاقو په ګزارونو وژل شوی او د دې پېښې په تړاو درې کسان نیول شوي دي.
د پروان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین د دغه ولایت په کوهصافي ولسوالۍ کې د اوبو لګولو کانال د یوه سربند او په جبلالسراج ولسوالۍ کې د کليوالي سړکونو او استنادي دېوالونو جوړېدو چارو له پیله خبر ورکوي.
د سالنګونو د څار او ساتنې ریاست د کوچنیو موټرو پر مخ د سالنګ لارې له پرانیستل کېدو خبر ورکوي او وايي چې تېره شپه پر یاده لار دوو ترافیکي پېښو کې دوه کسان مړه شوي دي.
د پروان ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري له ۱۳۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.
د کابل – کندهار پر لویه لار د غزني ولایت اببند ولسوالۍ اړوند سېمه او د پروان په مرکز کې د ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او نهه نور ټپیان شوي دي
د پروان امنیه قوماندانۍ وایي، د دغه ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې ناپېژانده کسانو دوه ورونه په ډزو وژلي او په تړاو یې درې شکمن کسان نیول شوي دي.
د پروان ورزشي مسوولين وايي، په دغه ولایت کې د پنځو ټېمونو ترمنځ د سوکوهنې سيالۍ د پنجشېر ولايت په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP