د کاپیسا امنیه قومانداني وايي چې پرون ماښام د دغه ولایت د کوهبند ولسوالۍ په منګلخېل درهنامه کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ د لفظي شخړې له امله د نښتې په پایله کې یو سړی وژل شوی او د څلورو ښځو او څلورو نارینهوو په ګډون اته نور کسان ټپیان شوي دي.
د پروان د بدني روزنې او ورزش امریت وایي چې د دغه ولایت په مرکز چاریکار ښار کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د فوټسال دوه ورځنۍ سیالۍ د کاپیسا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د پروان امنیه قومانداني، په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټپیان دي.
پروان کې په نورو برخو کې د کار نشتوالي له امله حرفوي او فني زدهکړو ته د ځوانانو لېوالتیا ډېره شوې او په هغوی کې داسې کسان هم شامل دي چې لوړې زدهکړې لري.
د پروان امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله یوه تن ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د کاپیسا امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په الهسای ولسوالۍ کې یوه تن د خپلې مېرمنې په ګډون درې تنه په ډزو وژلي دي.
د پروان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت د ګلغونډۍ په تفریحي سیمه کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو.
پروان کې ورزشي مسوولین وايي، دوه اونۍ مخکې د دغه ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې د کوچني اختر په مناسب د کرکټ پیل شوې سیالۍ نن د «قلاتک» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د پروان ولایت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د کوچني اختر والیبال سیالۍ چې د ۱۸ لوبډلو په ګډون ترسره شوې، د میته ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
ځایي مسوولین وایي چې نن د کاپیسا د باغدرې برېښنا بند د امکان سنجۍ، جیوفزیک او جیوتخنیک مطالعات د عینک مسو قراردادي چینایي کمپنۍ له خوا پیل شول.
د پروان سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ درې کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.
د پروان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په سیدخیلو ولسوالۍ کې هغه څلور کسیزه ډله له پولیسو سره نښته کې له منځه وړل شوي چې «د مجاهدینو او امنیتي ځواکونو په نوم یې غلاوې کولې.»