ژبه

کاپیسا کې د ګازنیونې له امله دوو ښځو ژوند له لاسه ورکړی

<p style="text-align: justify;">محمودراقي (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۳): د کاپیسا امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو ګازنیونې له امله دوو ښځو ژوند له لاسه ورکړی او یو سړی د سخت مسمومیت له امله روغتون ته لېږدول شوی دی.</p>

<p style="text-align: justify;">د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاده پېښه پرون د دغه ولایت د نجراب ولسوالۍ د پچغان درې په «دو قومي او عمرشاخېل» کلي کې په صندلۍ کې د ډبرو سکرو اېښودو له امله شوې ده.</p>

<p style="text-align: justify;">هغه زیاته کړه: «په دې پېښه کې دوه ښځې چې ۱۷ او ۳۵ کلنې وې مړې شوې او یو ۷۲ کلن سړی روغتون ته لېږدول شوی دی.»</p>

<p style="text-align: justify;">هغه د یادې پېښې لامل د کورنۍ بې‌احتیاطي بللې ده.</p>

ورته موضوع