د پروان امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې یې شپږ کسان د سروزرو، سولري تختو، بېټریو او نورو توکو د غلا په تور نیولي دي.
چاریکار: (پژواک، ٥ سلواغه ١٤٠٣): د پروان ولایت شینوارو ولسوالۍ کې له پخوا پاتې سرګلولې چاودنې څلور ماشومان ټپیان کړي دي. د پروان امنيه قوماندانۍ
د افغانستان ټولګټو وزارت وایي چې د سالنګ لویه لار نن سهار اته بجې د کوچنیو موټرو د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه.
د ټولګټو وزارت وایي چې د سالنګ لویه لار د کوچنیو او لویو مسافروړونکو موټرو پر مخ پرانیستې ده خو د باروړونکو موټرو پر مخ موقتاً وتړل شوه.
د پروان امنیه قومانداني چې د دغه ولایت په جبلالسراج ولسوالۍ کې د یوه کس د وژل کېدو او پر دغه قتل د تورن کس له کوره د نظامي تجهیزاتو د کشف او ضبط خبر ورکوي.
د پروان امنیه قومانداني د دغه ولایت په مرکز کې د یوه ښوونکي د وژلو په تور د دوو کسانو د نیول کېدو خبر ورکوي او وايي، له هغوی څخه وسلې هم ترلاسه شوې دي.
د پروان امنیه قومانداني وایي، هغه کس یې نیولی چې د یوې کورنۍ د شخصي عکسونو خپرولو په ګواښ یې له هغې د سل زره افغانیو غوښتنه کوله.
د افغانستان ستره محکمه وایي چې د پروان په ورزشي لوبغالي کې پر یوه کس د قذف حد تطبیق شو.
د پروان امنیې قوماندانۍ د درېیو هغو غولوونکو د نیول کېدو خبر ورکوي چې له جعلي ګاڼو او دروغو ژمنو په ګټې اخیستنې یې له لسګونو کورنیو سلګونه زره افغانۍ غلا کړې دي.
د کاپیسا امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز محمودراقي کې د ترافیکي پېښې له امله دوه ماشومان چې ۱۴ او ۱۲ کلن وو، مړه شوي دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال کاپیسا ولایت کې یوې ولسي غونډې ته ویلي، پخواني چارواکي او مسوولین کولای شي هېواد ته راستانه شي او د هغوي د راتګ پر وړاندې ستونزه نشته.
د کاپیسا تګاب ولسوالۍ کې د تېلو یوه پمپ کې د ګازډبې چاودنې او له دې امله رامنځته شوې اورلګېدنه کې ۱۷ کسان ټپیان شوي دي.