Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کونړ ځایي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې له تېرو دوو کلونو راهیسې د نږدې درې میلیارد افغانیو او ۱۶ میلیونه ډالرو په لګښت لسګونه پرمختیایي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د کونړ په مرکز او ولسوالیو کې خلک اوس د ودونو او خوښیو په مراسمو کې د موسیقۍ پر ځای مشاعرې او ادبي ناستې ترسره کوي.
د نورستان د ټولګټو چارو ریاست وايي، د کونړ – نورستان پر لویه لار د واما ولسوالۍ په مربوطاتو کې یې یو پل جوړ کړی او ګټې اخیستنې ته سپارلی دی.
د کونړ چپېدرې ولسوالۍ کې د ګربز او ودیر قومونو ترمنځ سل کلنه دښمني چې دوه کسان هم په کې وژل شوي وو، د ځايي چارواکو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پر دوستۍ بدله شوه.
د کونړ د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وایي، د یو شمېر مووسسو په همکارۍ یې ۲۵۰۰ کسانو ته بېلابېلو حرفوي برخو کې د لنډمهاله زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
د کونړ د غازياباد ولسوالۍ د هیلګل درې یو شمېر اوسېدونکي وایي، د سیمې په روغتیایي مرکز کې یې هیڅ ښځینه ډاکټره نشته چې له امله يې ځینې میرمنې د زیږون پرمهال ژوند له لاسه ورکوي.
د کونړ امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د نرنګ ولسوالۍ په یوه جومات کې د اورلګېدنې په تړاو یې پنځه تنه نیولي دي.
د کونړ ولایت ماڼوګي ولسوالۍ اړوند لیچلام سیمه کې د دیارلسنیم میلیون افغانیو په لګښت د یوه روغتیایي مرکز د ودانۍ جوړېدو چارې پیل شوې.
په کونړ ولایت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق له لوري د څه باندې ۱۳ میلیون افغانیو په ارزښت له ۶۲ روغتیایي مرکزونو سره د درملو، طبي او غیرطبي توکو مرسته وشوه.
له پاکستانه کونړ ته راستنې شوې یو شمېر افغان مېرمنې وایي، حکومت دې ورته د حرفوي زدهکړو زمینه برابره کړي څو له دې لارې وکولای شي خپلې اقتصادي ستونزې حل کړي.
د کونړ پوهنتون کې د ۲۷ میلیون افغانيو په لګښت د بیارغونې یو شمېر پروژې پيل او بشپړې شوې.
د کونړ د مرکز اسعداباد ښار درېیو ناحیو کې د ښاروالۍ له لوري د ۱۴،۴ میلیون افغانیو په لګښت د ځینو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP