Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کونړ د جګو غرونو په غېږ کې راګېر پېچ درې ولسوالۍ په زوړ منډۍ کلي کې د یوه کس شپږ بچیان پر ناعلاجه ناروغۍ اخته شوي دي.
اسعداباد (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د سړک غاړې میان چاودنې درې ملکي وګړي ټپيان کړي دي. د کونړ د
د کونړ ولایت اوسېدونکي له حکومته غواړي چې د تېر نظام د نیمګړو پروژو کارونه دې بشپړ کړي.
په کونړ کې له نږدې ۳زره مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو، درملو او شفتلې د اصلاح شوي تخم او له ۵۸۸ اړو کورنیو سره د هګیو چرګو د مرستې لړۍ پيل شوه، په میدان وردګو کې له ۴۸۱ بزګرانو سره د غنمو اصلاح شوي تخم او کېمیاوي سرې مرسته وشوه او په لغمان کې بیا پر څه باندې ۵ زره اړو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل شول.
د کونړ امنیه قومانداني وايي، د دوی ځواکونو په دغه ولایت کې د «خوارجو» دوه مهم غړي وژلي دي.
د کونړ امنیه قومانداني وايي، نن سهار یوه نامسوول وسلهوال د دغه ولایت په مرکز اسعدآباد ښار کې په ډزو یو کس وژلی او درې نور يې ټپيان کړي دي.
د کونړ د کلیو پراختيا او بیارغونې ریاست وايي، د افغانستان د بشري مرستو صندوق (اېایچایف) په مالي ملاتړ د دغه ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د څښاک پاکو اوبو دوې شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په کونړ ولایت کې پر ۱۹زره زدهکونکو د قرطاسيې د وېش لړۍ پيل کړه.
د کونړ مرکز اسعداباد کې د زرګونو کسانو په ګډون جوړه شوې درې ورځنۍ تبلیغي اجتماع په هېواد کې د تلپاتې سولې، ثبات او یووالي په دعا نن پای ته ورسېده.
په کونړ کې ۹۰۰ او په فراه کې ۵۵۰ وزګارو کسانو ته چې ښځې هم پکې شاملې دي، د حرفوي زدهکړو زمینه برابره شوه.
د کونړ د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وايي، نن د دغه ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د افغانستان د بشري مرستو صندوق (اېایچایف) په مالي ملاتړ د څښاک پاکو اوبو رسونې دوې شبکې فعالې شوې.
یو شمېر افغان مېرمنو د کونړ په مرکز اسعداباد کې په څه باندې درې میلیون افغانیو شخصي لګښت جومات جوړ کړی چې نن د لمونځکوونکو پرمخ پرانيستل شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP