ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې پر یوه ناعلاجه ناروغۍ د اخته شپږو اولادونو پلار له حکومته د مرستې غوښتنه کوي

کونړ کې پر یوه ناعلاجه ناروغۍ د اخته شپږو اولادونو پلار له حکومته د مرستې غوښتنه کوي

author avatar
27 Nov 2022 - 16:35
کونړ کې پر یوه ناعلاجه ناروغۍ د اخته شپږو اولادونو پلار له حکومته د مرستې غوښتنه کوي
author avatar
27 Nov 2022 - 16:35

اسعداباد (پژواک، ۶ لېندۍ ۱۴۰۱): د کونړ د جګو غرونو په غېږ کې راګېر پېچ درې ولسوالۍ په زوړ منډۍ کلي کې د یوه کس شپږ بچیان پر ناعلاجه ناروغۍ اخته شوي دي.

دغه کس له حکومت او خیریه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي او وايي، په یوازې ځان د بچیانو له درملنې عاجز شوی دی.

دغه سړی مولوي عبدالعزیز نومېږي او د پژواک خبریال ته يې په داسې حال کې د خپل ژوند ترخه کیسه بیان کړه چې شاوخوا يې ناروغ اولادونه ترې چاپېره ناست وو او هر یو د خپل نیمګړي راتلونکي په اړه سوچونو کې ډوب و.

ده خپل اولادونه د لاس په اشاره را وپېژندل او ويې ویل: «دا شپږ بچيان مې د هیموفیلیا یا د وینې اتم فکتور د کمښت په ناروغۍ اخته دي؛ ډاکټران وايي، دوامداره درملنې ته اړتیا لري، خو زه پيسې نه لرم او بس یوازې د خدای مرستې ته په تمه یو.»

عبدالعزیز په داسې حال کې چې پر مخ او ږیره یې اوښکې روانې وې، زیاته کړه، د بچيانو ناروغي يې ډېر ځوروي، سهار تیاره له کوره وځي او ماښام تیاره بېرته ورځي، ځکه په وینا يې چې د بچيانو پر حال زړه دردېږي او د لیدو زغم يې نه لري.

نوموړي چې د خپل کور مخکې له خاورو او کاڼو پر جوړې چوترې غوړېدلي د سولېدلي لېمڅي پر ګلانو سترګې ښخې کړې وې وویل، ژوند او مرګ یوازې د خدای په واک کې دی او موږ هیڅ نشو کولای؛ خو زیاته يې کړه چې خالي جیبونه او بد اقتصادي وضعيت به يې تر قیامته په زړه کې پاتې وي.

په داسې حال کې چې لمر سترګه د اسمان نیمايي ته رسېدلې وه، عبدالعزیز په یوه لاس تندی له لمره پټ کړی و، په بل لاس کې يې د سره کتان ټوټه نیولې وه او سترګې او پزه يې پاکوله وویل، څه يې چې لرل د خپلو بچیانو د درملنې لپاره يې خرڅ کړل خو په وینا يې چې د دوی درملنه ونشوه او اوس هیڅ نه دي ورپاتې.

ده وویل، ډاکټرانو ورته ویلي هیموفیلیا د وینې یو ډول ناروغي ده چې که د ناروغ بدن ټپي شي، نو وینه يې نه بندېږي او مري.

هغه خپلو زامنو ته ګوته ونیوله او ويې ویل: «دا شکرالله مې مشر زوی دی او له انګلیسي ادبیاتو فارغ شوی او دا دویم زوی مې شاهدالله نومېږي او د کونړ د تعلیم او تربيې د درېیم ټولګي محصل دی، دواړه ښه استعدادونه لري خو بس ژوند يې نیمګړی دی نو.»

د نوموړي زوی شاهدالله وايي، پلار يې دوی ته څو ځله وینه ورکړه او په وینا يې، اوس ډاکټرانو د نورې وینې له ورکړې منع کړی او ورته ويلي يې دي چې بدن يې کمزوری شوی دی.

ده وویل: «زموږ د پلار نور هېڅ وس نه کېږي، له حکومت او خیریه بنسټونو غواړو چې زموږ په درملنه کې مرسته وکړي.»

بلخوا، ډاکټران وايي چې دغه کسان دوامداره درملنې او ډېر لګښت ته اړتیا لري.

د اسعدآباد ولایتي روغتون د ماشومانو څانګې متخصص ډاکټر داوود وویل: «هیموفیلیا په وینه کې د یوه فکتور د کمښت ناروغي ده چې له امله یې د زخم په حالت کې وینه جریان پیدا کوي او هیڅ بندښت نه لري.»

ده وویل، دا یوه لاعلاجه ناروغي ده چې په وینا يې، تشخيص يې هم سخت دی.

نوموړي زیاته کړه، ښايي په کونړ او يا د هېواد په نورو برخو کې هم پر دې ناروغۍ خلک اخته وي، خو په وینا يې چې د شمېر په اړه یې معلومات نه لري.

Visits: 461

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.